اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ګرده نړۍ په خاص توګه په پاکستان كښې مېشته مسيحي ورورولۍ له د کرسمس مباركي وركولو سره وئيلي دي حضرت عيسيٰ عليه السلام ټول انسانيت لپاره د امن٬ ورورولۍ او مينې پېغام وركړے او د نيکۍ، تقوي او د پاکيزه طرز د ژوند كولو تلقين كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په کرسمس …
مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس مبارکي، حضرت عيسيٰ عليه السلام ټول انسانيت لپاره د امن٬ ورورولۍ او مينې پېغام وركړے ۔ وزيراعظم شهبازشريف

مزید خبریں
اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ګرده نړۍ په خاص توګه په پاکستان كښې مېشته مسيحي ورورولۍ له د کرسمس مباركي وركولو سره وئيلي دي حضرت عيسيٰ عليه السلام ټول انسانيت لپاره د امن٬ ورورولۍ او مينې پېغام وركړے او د نيکۍ، تقوي او د پاکيزه طرز د ژوند كولو تلقين كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په کرسمس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووېيل نن د كرسمس د خوشحالۍ او په بابركته موقع زه اولس او د پاكستان حكومت لخوا د ګردې نړۍ او په خاص توګه په پاکستان كښې مېشته مسيحي ورورولۍ له مباركي وركوم، ټولو مينه والو ته د كرسمس روايتي خوشحالۍ دې مبارك شي۔ ده ووئيل د حضرت عيسي عليه السلام ولادت باسعادت په دې مباركه ورځ مونږ لاس په دعا يو چې دا كرسمس مسيحي ورورولۍ او زمونږ هېواد لپاره د امن او استحکام او د خوشحالي زېرې راوړي۔ وزيراعظم ووئيل کرسمس نه يوازې د مسيحي ورورولۍ په جشن او دستورو مشتمل مذهبي تهوار دے بلكې دا ټول انسانيت لپاره د محبت ، امن و رواداري اوخيرسګالي د جذبات پېغام سره مونږ يو بل سره تړي۔ وزيراعظم د مسيحي ورورولۍ په پاکستان كښې فعال، مثبت او د سوله اېزې وورولۍ په حېث د قدر وړ خدمات ستائنې كولو سره ووئيل د هېواد مجموعي سماجي او معاشي پرمختګ لپاره د دوي مخلصانه هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده بلنه وركړه چې راځۍ چې د نننۍ خوشحالۍ په موقع د دې لوظ تجديد وكړو چې ټولې طبقې او د مذهبونو مکاتب فکر به په ګډه خپل راتلونكي كول لپاره يو مضبوط، محفوظ او خوشحال پاکستان لپاره ګټور كردار لوبوٶ










