د قائدِاعظمؒ اصولِ جمهوريت، انصاف او مساوات نن هم پاکستان لپاره د لارې مشالونه دي۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان باني د سالګرې په موقع پېغام

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د قائدِاعظمؒ اصولِ جمهوريت، انصاف او مساوات نن هم پاکستان لپاره د لارې مشالونه دي او دا د قامي پرېكړو او د ادارو بنياد جوړول ضروري دي، د قائدِاعظمؒ پيغامِ اتحاد، ايمان او نظم و ضبط قام ته يو واضحه لور وركوي كوم چې د موجوده دور د چيلنجز مخنيوي٬ سماجي همكارۍ ته ودې وركولو او …

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د قائدِاعظمؒ اصولِ جمهوريت، انصاف او مساوات نن هم پاکستان لپاره د لارې مشالونه دي او دا د قامي پرېكړو او د ادارو بنياد جوړول ضروري دي، د قائدِاعظمؒ پيغامِ اتحاد، ايمان او نظم و ضبط قام ته يو واضحه لور وركوي كوم چې د موجوده دور د چيلنجز مخنيوي٬ سماجي همكارۍ ته ودې وركولو او د قامي باور بحالۍ لپاره ډېر مهم دے۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د باني پاکستان قائدِاعظم محمد علي جناحؒ د زېږېدنې ورځ په موقع خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل په راتلونكې كال كښې به د قائداعظمؒ 150مه سالګرنه لمانځلې شي كومه چې به د هغوي په ژوند او هلو ځلو د سنجيده او فكري غور او فكر يوه مهمه موقع رامخې ته كوي٬ دا موقع قام ته د قائداعظمؒ وژن سره د خپل عزم د تجديد او د ھغه نظريات ديانت او مقصديت سره تر نوي كول د منتقل كولو تقاضا لري۔ ده په ټولو پاكستانيانو په خاص توګه په زلمو زور راوړو چې ھغوي د قائداعظمؒ اعلې اصول خپل كړي او يو سوله ايز٬ جامع او د سباون پلو نظر لرونكې پاكستان جوړولو كښې فعاله كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د پاکستان اصل طاقت اتحاد، ديانت، مقصديت او په شريك احترام كښې مضمر دے او قام له به د قائداعظمؒ د رهنما اصولو په رڼا كښې يو منصفانه، جمهوري او باور لرونكې سباٶن جوړولو لپاره مخ په وړاندې تلل وي