اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف امر كړے چې په بندرځايونو كښې د متروكه كارګو نيلامۍ لپاره دې سپېځلې نظام جوړ كړے شي٬ د پاكستان د ټولو بندرځايونو د پراختيا كار دې ګړندے كړې شي دغسې چې لويې بېړۍ پرې لنګر انداز كړې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي پرمختګ لپاره د بندرځايونو په اړه د نجي څانګې د وركنګ ګروپ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف امر كړے چې په بندرځايونو كښې د متروكه كارګو نيلامۍ لپاره دې سپېځلې نظام جوړ كړے شي٬ د پاكستان د ټولو بندرځايونو د پراختيا كار دې ګړندے كړې شي دغسې چې لويې بېړۍ پرې لنګر انداز كړې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي پرمختګ لپاره د بندرځايونو په اړه د جوړې كړې شوې د نجي څانګې د ورکنګ ګروپ غونډه وشوه٬ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، محمد جنيد انوار چوهدري، مصدق ملک، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته کاروباري ورورولۍ لپاره په بندرځايونو كښې د سهولتونو او اصلاحات په اړه سفارشات وړاندې كړے شول۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې كاروبار زياتول او معاشي پرمختګ لپاره زمونږ بندرځايونه مهم كردار لوبوي۔ ده امر وكړو چې کاروباريانو ته سهولت لپاره دې بندرځايونو سره تړلې بېلې ادارې يو بل سره مرسته لا بهتر كړي دغسې چې د کارګو ډويل ټائم (Dwell Time) د لږ نه لږ كړے شي، د بېل نوعيت پورټ چارجز دې نور كم كړے شي۔ ده امر وكړو چې بندرځايونو كښې د متروكه كارګو نيلامۍ لپاره دې سپېځلې نظام جوړ كړے شي، متروکه کارګو لپاره دې د هېواد په بېلو بندرځايونو كښې جلا يارډز جوړ كړے شي او دې لپاره دې د نړيوال شهرت لرونكو كمپنيو خدمات ترلاسه كړے شي ۔ ده د کارګو جانچ لپاره د ابتدائي ټيسټنګ ليب په بندرځايونو كښې د جوړولو امر كولو سره ووئيل د کارګو غير ضروري ليبارټري ټيسټ دې خاتمه وكړے شي۔ ده امر وكړٶ چې د پاکستان په ټولو بندرځايونو كښې دې ډريجنګ او د پراختيا كار ګړندے كړے شي دغسې چې لويې بېړۍ پرې لنګر انداز كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل هېواد كښې د كارګو تګ راتګ لپاره دې بندرځايونو څخه د رېل کنکټيويټي لا بهتر كړې شي۔ وزيراعظم د زياد بشير په مشرۍ كښې د ورکنګ ګروپ محنت او د كوټلو تجويزونو ستائنه وكړه۔ ۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نيشنل پورټس په ماسټر پلان كار په تندۍ سره روان دے، د پورټ کميونټي سسټم په دې وروستيو كښې فعاله كړے شوے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د پاکستان په بندرځايونو بېلو فيسونو كښې كمے كوٶ او په دې وروستيو كښې په پورټ قاسم كښې بلک کارګو فيسونو كښې د 50 فيصده نه زيات كمے شوے دے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د متروکه کارګو نيلامۍ لپاره ډېر زر اي-بډنګ نظام وړاندې كوٶ چې د لارې به يې ګرد هېواد كښې هر كس د هر ځاے څخه برخه اخستلې شي، د کراچۍ بندرځايونو پراختيا او ډريجنګ لپاره ټينډر شوے او كار به هم ډېر زر پېل شي










