اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د متحده عرب امارات صدر او د ابو ظهبي واكمن شېخ محمد بن زايد النهيان به په 26م دسمبر د پاکستان سرکاري دوره كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دا د متحده عرب امارات د صدر په حېث به د دوي د پاكستان وړومبنۍ دوره وي، دوي سره …
د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان به په 26م دسمبر د پاکستان سرکاري دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د متحده عرب امارات صدر او د ابو ظهبي واكمن شېخ محمد بن زايد النهيان به په 26م دسمبر د پاکستان سرکاري دوره كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دا د متحده عرب امارات د صدر په حېث به د دوي د پاكستان وړومبنۍ دوره وي، دوي سره به د وزيرانو او لوړ پورو پشمول د لوړې كچې پلاوي هم وي۔ د دورې په مهال به متحده عرب امارات صدر وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات كوي او د دې نه وروستو به دواړه مشران د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخلي او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د خيالاتو څرګندونه كوي٬ د بيان له مخې دا دوره به د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكې لا مضبوطولو لپاره يوه مهمه موقعې رامخې ته كړي۔ د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د پراختيا٬ تجارت، سرمايه کارۍ، توان، ترقۍ او د سيمه ايز استحکام پشمول په مهمو څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو لپاره د دواړو ډلو د مشتركه عزم عكاسي كوي۔










