رياض ۔ 24 (اے پي پي) سعودي عرب د يمن په نړيواله كچه د تسليم شوي حكومت او د خوثي ډلې تر مينځه د دريو زرو بنديوانو د تبادلې لوظ نامې هر كلے كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه وزارت يو بيان كښې دا لوظ نامه يوه مهمه انساني خواخوږي ګرځولې ده كومه چې په يمن كښې د بشري ستونزو كمولو او د باور جوړولو لپاره مرستياله ده۔ …
سعودي عرب د يمن او خوثي ډلې تر مينځه د دريو زرو بنديوانو د تبادلې هر كلے وكړو

مزید خبریں
رياض ۔ 24 (اے پي پي) سعودي عرب د يمن په نړيواله كچه د تسليم شوي حكومت او د خوثي ډلې تر مينځه د دريو زرو بنديوانو د تبادلې لوظ نامې هر كلے كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه وزارت يو بيان كښې دا لوظ نامه يوه مهمه انساني خواخوږي ګرځولې ده كومه چې په يمن كښې د بشري ستونزو كمولو او د باور جوړولو لپاره مرستياله ده۔ بيان كښې د عمان سلطنت د اړخه د 9 نه تر 23 دسمبر د روانو خبرو اترو ٬ مشرۍ او د مخلصانه هلو ځلو ستائنه وكړې شوه۔ د يمن لپاره د ملګرو مللتونو خاص استازي هانس ګرنډ برګ ٬ د انټر نېشنل كمېټي آف ريډ كراس او په خبرو اترو كښې د شاملو ټولو ډلو د هڅو هم ستائنه وشوه۔ وزارت د يمن اولس د هيلو تر مخه د امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره د ټولو هلو ځلو د مرستې پخلے وكړو۔ د عرب نيوز تر مخه د ايران مرستياله د يمن خوثيانو او په نړيواله كچه د تسليم شوي يمني حكومت نزدې د درې زره بنديوانو تبادلې ته اتفاق كړے دے۔ دا لوظ نامه د عمان په پايه تخت مسقط كښې تر 15 ورځو د روانو خبرو اترو نه پس رامخې ته شوې ده۔










