اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي وئيلي دي د پي آئي اے نجکارۍ سره به کارکردګي كښې ښه والے راشي او سرمايه کاري به زياته شي٬ په ماضي كښې يو شمېر تېروتنې شوي ، د پي آئي اے لويه اثاثه د دې روټس دي٬ اداره په كلنه توګه 40 لكه مسافرو ته سهولتونه وركوي٬ څو كاله اګاهو پي آئي اے سره 50 …
د پي آئي اے نجکارۍ سره به کارکردګي كښې ښه والے راشي او سرمايه کاري زياته شي۔ نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي

مزید خبریں
اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي وئيلي دي د پي آئي اے نجکارۍ سره به کارکردګي كښې ښه والے راشي او سرمايه کاري به زياته شي٬ په ماضي كښې يو شمېر تېروتنې شوي ، د پي آئي اے لويه اثاثه د دې روټس دي٬ اداره په كلنه توګه 40 لكه مسافرو ته سهولتونه وركوي٬ څو كاله اګاهو پي آئي اے سره 50 الوتكې اپرېشنل وې كومې چې اوس يو سل پكار ٶې٬ اداره 30 فيصده ماركيټ شيئرز لري٬ نجكارۍ سره به د پي آئي اے عظمت بحال شي٬ نجكارۍ سره به په ډي جي پي كښې هم زياتوالے راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې٬ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې موقع د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي ووئيل د پي آئي اے د نجکارۍ په عمل بشپړېدو قام له مباركي وركوم۔ ده ووئيل نجکارۍ عمل بشپړېدو كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير پشمول ټولو لارښودنه او معاونت كړے ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې وفاقي وزير عطا الله تارړ هم بشپړ معاونت كړے او زمونږ د كاركردګۍ ئې ستائنه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نجكارۍ عمل لپاره يو اوږد مشاورت شوے دغسې چې د نجكارۍ عمل كامياب كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اوس به مونږ له پرېكړه كول وي چې زمونږ معاشي ماډل به څه وي او د پي آئي اے نجكاري د دې عكاس ده چې د حكومت كار كاروبار كول نه دي۔ ده ووئيل ايوي ايشن انډسټري كښې د حکومت عدم شموليت سره به مسابقتي عمل لا بهتر، د اجاره داري خاتمه او د خدمات معيار به هم ښه شي۔










