د ايران جوهري پروګرام په اړه سلامتي كونسل منقسم ٬ د پاكستان په سفارتي اړيكو او د خبرو اترو په ضرورت زور

ملګري ملتونه۔ 24 دسمبر (اے پي پي) پاكستان د ايران د جوهري پروګرام په ره د مسئلې حل لپاره د سفارتي رابطو او د خبرو اترو په ضرورت زور راوړلو سره د تاو تريخوالي نه ډډه ضروري ګرځولې ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د باسكتان نائب مستقل استازي عثمان جدون 15 كسيز سلامتي كونسل ته خطاب كښې ووئېل په تېرو مياشتو كښې د كونسل دننه او د دې نه بهر …

ملګري ملتونه۔ 24 دسمبر (اے پي پي) پاكستان د ايران د جوهري پروګرام په ره د مسئلې حل لپاره د سفارتي رابطو او د خبرو اترو په ضرورت زور راوړلو سره د تاو تريخوالي نه ډډه ضروري ګرځولې ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د باسكتان نائب مستقل استازي عثمان جدون 15 كسيز سلامتي كونسل ته خطاب كښې ووئېل په تېرو مياشتو كښې د كونسل دننه او د دې نه بهر اختلافات زيات شوي دي ٬ كوم چې د مسئلې حل كولو په ځائے دا لا پېچلې كوي۔ د هغه وېنا وه يو اړخيزه ګامونه٬ د طاقت كارول او د مږګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزو صورتحال نور خراب كړے دے ٬ دغسې د سنېپ بېك ميكانزم اطلاق باندې مختلف تشريحات هم د شخړې باعث ګرځي۔سفير عثمان جدون خبردارے وركړو چې په فشار او جبر اډاڼه اقدامات د ډلو يو بل ته نزدې كولو په ځائے د باور نشتوالے زياتوي ٬ بندېزونه نيغ په نيغه اولس متاثره كوي او معاشي پرمختګ ته زيان رسوي ۔ هغه واضحه كړه چې پاكستان موقف لري چې د ايران جوهري پروګرام په اړه د ټولو چارو حل د نړيوال قانون په دائره كښې د خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې راويستل پكار دے۔

مزید خبریں