د روس او امرېكې تر مينځه د سفارتي اړيكو بحالۍ لپاره خبرې اترې روانې دي

ماسكو۔24 دسمبر (اے پي پي) د روسيه او امرېكې تر مينځه د شريكو سفارتي اړيكو بحالۍ لپاره د خبرو اترو څو پړاونه تر سره شوي دي۔ دا خبره تاس پخپل يو تازه راپور كښې وكړه۔ راپور تر مخه د روسيه خارجه وزارت د قطبي بحروقيانوس محكمې مشر الېګزېنډر ګوسروف وئېلي دي د روس او امرېكې تر مينځه د سفارتي مشنز كار معمول ته راوستو لپاره د پوهانو ګڼ ملاقاتونه شوي …

ماسكو۔24 دسمبر (اے پي پي) د روسيه او امرېكې تر مينځه د شريكو سفارتي اړيكو بحالۍ لپاره د خبرو اترو څو پړاونه تر سره شوي دي۔ دا خبره تاس پخپل يو تازه راپور كښې وكړه۔ راپور تر مخه د روسيه خارجه وزارت د قطبي بحروقيانوس محكمې مشر الېګزېنډر ګوسروف وئېلي دي د روس او امرېكې تر مينځه د سفارتي مشنز كار معمول ته راوستو لپاره د پوهانو ګڼ ملاقاتونه شوي دي او ډلو د مشن ځينې اهلكارو ته د وېزو اجرا زياته هيله منده ګرځولې ده۔ هغه ووئېل د روس او امرېكې سفارتي مشنز لپاره آپرېټنګ حالات معمول ته راوستو له يوه مهمه مسئله ګڼلې كېږي۔ په دې لړ كښې د پوهانو ګڼې ناستې شوي دي او د خبرو اترو نتيجې د دواړو هېوادونو لپاره د اهميت وړ دي ۔ اليګزنډر ګوسروف زياته كړه مونږ په كوربه هېواد كښې د سفارتكارو د تګ راتګ لپاره د بندېزونو نظام آسانولو كښې هم پېشرفت كوو۔ هغه ووئېل د خبرو اترو عمل په قلاره مخ په وړاندې روان دے۔

مزید خبریں