د وينزويلا صدر مادورو او د نشه اي توكو د كارټلز وسائل دې محدود كړے شي ٬ د امرېكې ملګرو ملتونو كښې اعلان

ملګري ملتونه۔24 دسمبر (اے پي پي) امرېكې اعلان كړے دے چې هغه د وينزويلا صدر نكولس مادورو د وسائلو نه محرمولو لپاره به لا سخت بندېزونه لګوي٬ په كوم چې روسيه خبر دارے وركړے دے چې داسې اقدامات په سباون كښې د لاطينۍ امرېكې نورو هېوادونو خلاف د طاقت كارولو مثال جوړېدے شي۔ د رائټرز تر مخه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غونډه كښې د امرېكې سفير مائيك والټز …

ملګري ملتونه۔24 دسمبر (اے پي پي) امرېكې اعلان كړے دے چې هغه د وينزويلا صدر نكولس مادورو د وسائلو نه محرمولو لپاره به لا سخت بندېزونه لګوي٬ په كوم چې روسيه خبر دارے وركړے دے چې داسې اقدامات په سباون كښې د لاطينۍ امرېكې نورو هېوادونو خلاف د طاقت كارولو مثال جوړېدے شي۔ د رائټرز تر مخه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غونډه كښې د امرېكې سفير مائيك والټز ووئېل د امرېكې لپاره تر ټولو زيات خطر د پولې پورې ترهه ګر او مجرمانه ډلې دي۔ د هغه تر مخه امرېكې په منطقه كښې خپل عسكر زيات كړي دي او صدر ډونلډ ټرمپ د امرېكائي بندېزونو لاندې د راتلونكو بحري جهازونو خلاف د ناكه بندۍ اعلان كړے دے۔ د امرېكې چارواكو تر مخه روانه مياشت د امرېكې كوسټ ګارډ په بحيره كيرېبېن كښې د وينزويلا د خام تېلو ډكې دوه ټانكرې ايسارې كړي دي او د يو بل خالي جهاز تعاقب هم روان دے كوم چې د وينزويلا ساحل پلو روان ؤ۔ د امرېكې سفير ادعا وكړه چې د بندېزونو په زد كښې د راتلونكو تېل بردار جهاز صدر مادورو او د هغه د حكومت بنيادي معاشي شه رګ دے او هم د دغې د لارې د نشه اي توكو اړوندو ډلو ته مالي مرسته تر لاسه كېږي ۔

مزید خبریں