اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاکستان مهم معاشي موړ ته رسېدلے دے ٬ معاشي استحکام، اصلاحات او د پاليسيو تسلسل سره په ملكي او نړيواله كچه باور بحال شوے٬ معيشت په برامدات اډانه پرمختګ پلو روان دے٬ ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره نوې موقعې راپېدا كېږي او د هېواد تل پاتۍ ترقۍ پلو روان شوے دے۔ د دې …
پاکستان كښې معاشي استحکام، اصلاحات او د پاليسيو تسلسل سره په ملكي او نړيواله كچه باور بحال شوے٬ معيشت په برامدات اډانه پرمختګ پلو روان دے۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب د امريكې نوموړې مجله كښې مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاکستان مهم معاشي موړ ته رسېدلے دے ٬ معاشي استحکام، اصلاحات او د پاليسيو تسلسل سره په ملكي او نړيواله كچه باور بحال شوے٬ معيشت په برامدات اډانه پرمختګ پلو روان دے٬ ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره نوې موقعې راپېدا كېږي او د هېواد تل پاتۍ ترقۍ پلو روان شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده (په يوه مركه كښې كړې كومه چې څو اوونۍ وړاندې شوې وه او اوس په يوه نوموړې نړيوالې ورځپاڼه يو ايس اے ټو ډے كښې په 16 پاڼو “پاکستان سپيشل رپورټ” كښې شائع شوې ده ۔ په دې رپورټ كښې د پاکستان معيشت، د سرمايه کاري رامخې ته كېدونكې موقعې او په مهمو پاليسي ترجيحات تفصيلي تجزيه او د پوهانو رائے شامل ده ۔ سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل د مالي كال 2025 پېل د پاکستان رامخې ته كېدونكې معاشي بنياد نه شوے چې پكښې د اوپن اكانومي استحکام، په بهرنيو كهاتو كښې بهتري او ډھانچه جاتي اصلاحات سره مضبوط تړون هم شامل دے ۔ ده ووئيل كلونه وروستو په وړومبي ځل پاکستان د پرائمري بجټ سرپلس او کرنټ اکاؤنټ سرپلس ترلاسه كړے كوم چې د پرله پسې خسارو د چکر څخه د وتلو واضحه علامت دے٬ په ترسيلاتِ زر كښې ځانګړے زياتوزالے د دې بهترۍ مهم سبب جوړ شوے او ګراني د 38 فيصده لوړې كچې نه سنګل ډيجټ ته راغلې ده، د زرِ مبادله پانګې د 14.5 ارب ډالرو نه زياتې شي چې ورسره نزدې د دوه نيمو مياشتو د برامدات احاطه ممكن او په شرحِ مبادله كښې استحکام سره د سرمايه کارو اعتماد بحال شوے۔ ده واضحه كړه چې اګرچه معاشي استحکام ضروري بنياد دے خو بيا هم تل پاتې پرمختګ اصل چيلنج دے۔ ده ووئيل په تېر مالي سال كښې 2.7 فيصد معاشي نمو مثبت ضرور ده خو په تندۍ سره د زياتېدونكې آبادۍ ضرورتونه ترسره كولو لپاره پورا نه ده۔ ده ووئيل پاکستان خپله معاشي لائحه د نړيوال سره هم سموي چرتې چې آئي ټي سروسز، ټيکسټائل او زرعي برآمدات ښكاره څانګې دي٬ د آئي ټي برامدات د څلور اربه ډالرو نه زيات شوي او د مناسب پاليسۍ په تسلسل سره راتلونكو پنځو كالو كښې به يو په دوه كېدې شي۔ ده ووئيل د سرکاري ادارو نجکاري، د توان څانګې تنظيم نو او د ټيرف لبرلائزيشن د دې ژورو كمزورو حل لپاره دي كومې چې په ماضي كښې په قامي خزانه بار جوړېدل٬ دا اصلاحات د نړيوال بېنك ھغه تصور سره سم دي كوم چې بېنك پاکستان لپاره ممكنه “ايسټ ايشيا مومنټ” ګرځولے۔ ده زور راوړو چې د پاکستان د سباون دارومدار يوازې په مالي اشارو نه دے بلكې په آبادۍ كښې تندې سره په اضافه، موسمياتي بدلون، كوچنيانو كښې د غذائي قلت، تعليمي پسماندګي او د انجونو په تعليم كښې شموليت په څېر بنيادي مسئلې په هوارېدو كښې دے٬ ده ووئېل د مېرمنو تعليم او په ليبر فورس كښې شموليت نه يوازې سماجي ضرورت بلکې معاشي پرمختګ لپاره هم ضروري دے٬ د موسمياتي تحفظ په اړه ده د سېلاب او وچ كالۍ په څېر د خطرو لاره نېولو لپاره نړيوالو شراكتدارو سره په مرسته رڼا هم واچوله۔ د خزانې وزير نړيوالې ورورولۍ ته واضحه پېغام وركولو سره ووئيل پاکستان تجارت، سرمايه کارۍ او شراکت دارۍ لپاره چمتو دے۔ ده ووئيل پاکستان د بحرانونو بيانيې نه وتلو سره د موقعو او بدلېدونكې سفر بانېد روان شوے او د تل پاتي پرمختګ په ژۍ ولاړ دے٬ ده ووئېل معيشت كښې د شراکتدارۍ خوښي لرونكو كسانو او ادارو لپاره روښانه امكانات موجود دي۔










