چين د امرېكې څخه د وېنزويلا مخالف كمپائن د سمدستي بندولو غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه 24 دسمبر (اے پي پي) چين د امرېكې څخه د وېنزويلا مخالف كمپائن د سمدستي بندولو غوښتنه كړې ده۔ د شنهوا تر مخه ملګرو ملتونو كښې د چين نائب مستل استازي سن لي په امرېكا زور راوړے دے چې هغه د نشه اي توكو خلاف د كاروائې په بهانه د وېنزويلا خلاف خپل روان كمپائن سمدستي بند كړي ۔ د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې د چين …

ملګري ملتونه 24 دسمبر (اے پي پي) چين د امرېكې څخه د وېنزويلا مخالف كمپائن د سمدستي بندولو غوښتنه كړې ده۔ د شنهوا تر مخه ملګرو ملتونو كښې د چين نائب مستل استازي سن لي په امرېكا زور راوړے دے چې هغه د نشه اي توكو خلاف د كاروائې په بهانه د وېنزويلا خلاف خپل روان كمپائن سمدستي بند كړي ۔ د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې د چين استازي ووئېل امرېكې د وېنزويلا ساحل ته نزدې بحيره كيرېبېن كښې خپل پوځونه زيا ت كړي دي او د دغې سره سره بندېزونه ٬ ناكه بندۍ او پوځي دړكې هم زياتوي۔ د هغه تر مخه د امرېكې ګامونو په نتيجه د وينزويلا جهاز ډوب كړے شو ٬ عمله مړه شوه او تېل بردار جهاز ضبط كړے شو۔ استازي ووئېل د امرېكې د اړخه د وينزويلا حكومت ترهه ګر تنظيم ګرځول او د وينزويلا زمكه ٬ تېل او په اثاثو ادعا كول او تر دې چې پوځي دړكې وركول په منطقه كښې د تاو تريخوالي باعث ګړځي ٬ په كومو چې سيمه ايز هېوادونه شديد تشويش لري۔ د هغه وېنا وه د امرېكې ګامونه د نورو هېوادونو د خود مختارۍ ٬ سلامتيا او د جائز حقونو سنګينې خلاف ورزۍ دي ٬ كومې چې د ملګرو ملتونو د چارټر او د ڼريوال قانون منافي دي۔

مزید خبریں