ټوكيو۔ 24 دسمبر (اے پي پي) د جاپان د كر كېلې وزارت تصديق كړے دے چې د كيوټو په پرېفېكچر سيمه كښې په يو پولټري فارم كښې د ډېر ناوړه ايوېئين انفوئنز (برډ فلو) پېل شوې ده ٬ كوم چې په روان سېزن كښې په ټول هېواد كښې رامخې ته كېدونكے 9 كېس دے۔ د شنهوا تر مخه د كر كېلې وزارت د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي دا …
جاپان كښې د برډ فلو تصديق٬ كيو ټو كښې 9 م كېس رپورټ شو

مزید خبریں
ټوكيو۔ 24 دسمبر (اے پي پي) د جاپان د كر كېلې وزارت تصديق كړے دے چې د كيوټو په پرېفېكچر سيمه كښې په يو پولټري فارم كښې د ډېر ناوړه ايوېئين انفوئنز (برډ فلو) پېل شوې ده ٬ كوم چې په روان سېزن كښې په ټول هېواد كښې رامخې ته كېدونكے 9 كېس دے۔ د شنهوا تر مخه د كر كېلې وزارت د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي دا كېس د كيوټو پرېفېكچر په كاميوكا كښې په يو پولټري فارم كښې رپورټ شو٬ چرته چې نزدې 2 لاكه 80 زره هاګۍ اچونكې چرګې موجود دي ۔ بيان كښې ووئېل شول ځايي چارواكو ته د نهې په ورځ اطلاع تر لاسېه شوه٬ د كومې نه پس چې هم په دغه فارم كښې سمدستي ټېسټ وكړے شو كوم چې مثبت راغلو۔ د شورو په ورځ د شوي جنياتي ټيسټ نه دا خبره تصديق شوه چې چرګې د ډېر نلاوړه ايوېئن انفلوئنزا وائرس نه ځپلې شوي دي۔ د حكومتي سپارښتنې تر مخه په فارم كښې شته ټولې چرګې تلف كرې شوې او بيا وسوځولې شوې او بيا په زمكه كښې ښخې كړې شوې۔










