د پاکستان او چين اړيکې د وخت په ازميښت كره ثابت شوي٬ سي پيك د هېواد انفراسټرکچر، صنعت او كلتوري پرمختګ د نوي دور بنياد اېښودے۔ عطاء الله تارړ

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پاکستان او چين اړيکې د وخت په هلر ازميښت كره ثابت شوي ٬ سي پيك د هېواد انفراسټرکچر، صنعت او كلتوري پرمختګ د نوي دور بنياد اېښودے چې په نتيجه كښې ېې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه فاصلې كمې شوي او شريكه همكاري زياته شوې ده ۔ د شورو په …

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پاکستان او چين اړيکې د وخت په هلر ازميښت كره ثابت شوي ٬ سي پيك د هېواد انفراسټرکچر، صنعت او كلتوري پرمختګ د نوي دور بنياد اېښودے چې په نتيجه كښې ېې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه فاصلې كمې شوي او شريكه همكاري زياته شوې ده ۔ د شورو په ورځ د چين پاکستان اکنامک کوريډور (سي پېك) د ميډيا نهم فورم ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان ته چين سره د خاص او ستراتېژك اړيكو اعزاز ترلاسه دے كوم چې بل هېواد ته نه دے٬ د آئرن برادرز اصطلاح يوازې د پاکستان او چين اړيكو لپاره كارولې كېږي ۔ ده ووئيل سي پېك په هېواد كښې نه يوازې د بنيادي ډھانچې په جوړولو٬ صنعتونو جوړولو او د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړي بلكي د كلتور تبادلې هم سبب ګرځېدلې٬ د دې اثرات اوس هم ليدلے كېږي كله چې د چين وګړي په روانۍ سره اودو وائي او د پاکستان وګړي په فصيح چينائي ژبه خبرو كولو سره تر نظره كېږي۔ ده ووئيل سي پېك د ژبې او د تقسيم خنډان, ماتولو سره همكارۍ ته وده وركړه او د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو له مخې سړكونه٬ پلونه، بندرځايونه او صنعتونو سره سره د پاك چين دوستۍ يو لازواله پل هم جوړ شوے۔ عطاء الله تارړ ووئيل د سي پېك وړومبي پړاٶ او په دې موقع د چين صدر شي جن پنګ د پاكستان دوره د هېواد د تاريخ مهم سنګ ميل ٶ كوم چې به د هېواد معيشت بحالۍ لپاره يو پرېكنده پراٶ په توګه عمر له ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل دې منصوبې سره ځوانانو٬ ميډيا٬ صنعت او د ژوند نورو څانګو لپاره روزګار او د پرمختګ پراخه موقعې راپېدا شوې او د سي پېك مجموعي تاثر تل مثبت پاتې شو٬ په ډيجيټل دور خبره كولو سره وفاقي وزير ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت كښې د پاكستان وړومبېے د ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ جوړ شوے ځكه چې موثره ابلاغ لپاره ډيجيټل موجودګي ضروري شوې ده۔ ده ووئيل د ډيجيټل پاکستان ټي وي په توګه د انګريزي اسټريټجك کميونيکيشن پليټ فارم معارفي كړے شوے د كوم چې تر ناظرينو رسنه او ويورشپ پرله پسې زياتېږي۔ ده واضحه كړه چې دا اقدام يو سياسي ګوند لپاره نه بلكې د پاكستان رياست مفاد له شوے دغسې چې د سباٶن د اطلاعات وزيرانو لپاره يو مضبوط او تل پاتې نظام موجود وي۔ وفاقي وزير ووئيل هند سره د تاٶ تريخوالي په مهال پاکستان په لويه كچه ناسم معلومات او ګمراه كونكې پروپيګنډې سره مخ وٶ۔ ده ووئيل د هند ميډيا او ځېنې يوټيوب چېنلز غير ذمه واره رپورټنګ كولو سره د ځان نه جوړ كړي خبرونه چلول ، خو د پاکستان ميډيا د ذمه واره صحافت څرګندونه كړې چې په سبب يې په نړيواله كچه د بيانيې جنګ كښې پاکستان کاميابي ترلاسه كړې ځكه چې د هېواد محاذ په مضبوطو لاسونو كښې ٶ۔ ده ووئيل هند د پاكستان په يوټيوب چېنلز بندې بندېز ولګولو د كوم چې د پاكستان ځوانانو او ډيجيټل ټيم د جديد ټيکنالوجۍ د لارې مؤثر لتګلارې په اختيارولو د هند په جغرافيائي حدودو كښې دننه د پاکستان د موادو ترسيل باوري كړو۔ ده ووئيل دا پېښه د دې خبرې ثبوت دے چې د بيانيې جوړولو او د ټېكنالوجۍ طريقې په تندۍ سره بدلېږي او وخت سره د خپل ځان سمول ضروري دي۔ عطاء الله تارړ ووئيل په نړيواله كچه غلط معلومات د موجوده دور د تر ټولو لويې چېلنج ګرځولے كېږي او د سي پېك په اړه چلولے شوے منفي كمپائن د حقيقت سره د لاعلمۍ نتيجه ده۔ ده ووئيل سي پيك سره منفي اړخونه تړلې كېدې نشي او نړۍ د دې منصوبې د اصل حقيقت نه خبرول زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده ۔ د سي پيك 2.0 په حواله وفاقي وزير ووئيل دا د وړومبني پړاٶ د كاميابۍ منطقي تسلسل دے٬ د سي پېك 1.0 كښې د حكومت حكومت سره د لوظنامو له مخئ ګوادر بندرګاه او د ګوادر ايئرپورټ په څېر مهمې منصوبې ترسره شوي او د سي پېك 2.0 له مخئ د بزنس ټو بزنس مرستې د لارې نجي څانګې او صنعتکار بااختيار كولې شي۔ ده ووئيل د چين د اوسنۍ دورې په مهال د 8.5 اربه ډالرو ماليت لوظنامې او اېم او يوز لاسليك شوي كومه چې د سي پېك 2.0 لويه كاميابه ده۔ ده د سي پېك 2.0 په مثبت داستان رڼا اچولو سره ووئيل د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخئ مشتركه هلې ځلې ضروري دي۔ په دې موقع ده د پاکستان چائنا انسټي ټيوټ له مخې د سي پېك د پاك چين مرستې په اړه يو ډيجيټل فيکټ چيک فورم جوړولو تجويز وړاندې كړو كوم چې به د جعلي خبرونو په ګوته كولو او د درست معلومات په وخت رسنه كښې مرستياله ثابت شي۔ وفاقي وزير ووئيل په راتلونكي كال كښې پاكستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75 كاله ترسره كېږي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ يو مهم سنګ ميل دے۔ ده ووئيل په دې موقع د خبريالانو٬ اينکر پرسنز او ډيجيټل ميډيا انفلوئنسرز تبادلو پشمول د مرستې لا پراخه كول پكار دي ٬ دغسې چې په ډيجيټل دنيا كښې د پاك چين د دوستۍ مضبوطه عکاسي وكړې شي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف، د پاكستان حکومت او د اطلاعات او خپرونو وزارت د پاك چين ميډيا مرستې په خاص توګه په ډيجيټل څانګه كښې د لا مضبوطولو عزم لري او د سي پېك په ضد د منفي پروپيګنډې مؤثر او مدلل ځواب به وركولې شي۔ ده ووئيل پاك چين دوستي به په سباٶن كښې هم دغسې مضبوطه، تل پاتې او مثالي وي