د پاکستان او چين اړيکې د وخت په ازميښت كره ثابت شوي٬ سي پيك د هېواد انفراسټرکچر، صنعت او كلتوري پرمختګ د نوي دور بنياد اېښودے۔ عطاء اللہ تارړ

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د پاکستان او چين اړيکې د وخت په هلر ازميښت كره ثابت شوي ٬ سي پيك د هېواد انفراسټرکچر، صنعت او كلتوري پرمختګ د نوي دور بنياد اېښودے چې په نتيجه كښې ېې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه فاصلې كمې شوي او شريكه همكاري زياته شوې ده ۔ د شورو په …

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د پاکستان او چين اړيکې د وخت په هلر ازميښت كره ثابت شوي ٬ سي پيك د هېواد انفراسټرکچر، صنعت او كلتوري پرمختګ د نوي دور بنياد اېښودے چې په نتيجه كښې ېې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه فاصلې كمې شوي او شريكه همكاري زياته شوې ده ۔ د شورو په ورځ د چين پاکستان اکنامک کوريډور (سي پېك) د ميډيا نهم فورم ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان ته چين سره د خاص او ستراتېژك اړيكو اعزاز ترلاسه دے كوم چې بل هېواد ته نه دے٬ د آئرن برادرز اصطلاح يوازې د پاکستان او چين اړيكو لپاره كارولې كېږي ۔ ده ووئيل سي پېك په هېواد كښې نه يوازې د بنيادي ډھانچې په جوړولو٬ صنعتونو جوړولو او د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړي بلكي د كلتور تبادلې هم سبب ګرځېدلې٬ د دې اثرات اوس هم ليدلے كېږي كله چې د چين وګړي په روانۍ سره اودو وائي او د پاکستان وګړي په فصيح چينائي ژبه خبرو كولو سره تر نظره كېږي