اسلا آباد۔ 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پي آئې اے د 75 فيصده شيئرز له د نجكارۍ په كاميابه بولۍ قام ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د بولۍ عمل ډېر سپېځلے ؤ ٬ د معيشت لا مستحكم كولو كښې د پي آئې اے او نورو رياستي ملكيتي ادارو نجكارۍ مهم كردار ادا كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ نه د نهې په ورځ …
وزيراعظم شهباز شريف د پي آئې اے د 75 فيصد حصص نجكارۍ له په كاميابه بولۍ قام ته مباركي

مزید خبریں
اسلا آباد۔ 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پي آئې اے د 75 فيصده شيئرز له د نجكارۍ په كاميابه بولۍ قام ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د بولۍ عمل ډېر سپېځلے ؤ ٬ د معيشت لا مستحكم كولو كښې د پي آئې اے او نورو رياستي ملكيتي ادارو نجكارۍ مهم كردار ادا كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ نه د نهې په ورځ جاري بيان تر مخه وزيراعظم ووئېل په اقتدار سنهبالولو مې قام سره وعده كړې وه چې د رياستي ملكيتي ادارو نجكارۍ لپاره به اقدامات كولې شي ٬ د پي آئې اے د نجكارۍ دا عمل په دې حقله دېر مهم سنګ ميل دے ۔ ده ووئېل د بولې عمل ډېر سپېځلے ؤ ٬ د معيشت لا مستحكم كولو كښې د پي آئې اے او نورو رياستي ملكيتي ادارو نجكاري به مهم كردار ادا كړي ۔ ده ووئېل د هېواد په معيشت د سرمايه كارو باور بحال شوے د٬ او د پي آئې اے نجكاري د دې ثوبت دے ۔ وزيراعظم د لوي څښتن شكر ادا كولو سره ووئېل د ټولو رياستي ادارو په مرسته د هېواد معيشت مستحكم كېږي ۔په دې ږر كښې د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفينس فورسز فيلډ مارشل عاصم منير ٬ دفاع وزير خواجه آصف او د نجكارۍ سلاحكار محمد علي او د نورو د كړو ستړو ستائنه كوو










