ناټو په يوكرېن كښې مداخلت لپاره بهانې ګوري ٬ د روس پارلماني غړے

ماسكو ۔ 23 دسمبر (اے پي پي) د روسيه د پارلمان سينئر غړي او د لبرل ډيمو كرېټك پارټي آف رشيا مشر ليونيد سلوټسكي تور لګولے دے چې د ناټو سېكرټري جنرل مارك روټے په يوكرېن كښې د تنظيم ممكنه مداخلت جائز ګرځولو لپاره بهانې ګوري ۔ د تاس تر مخه هغه په ټېلې ګرام بيان كښې ووئېل مارك روټے په دې وئبېلو اولس ګمراه كوي چې كه روسيه د …

ماسكو ۔ 23 دسمبر (اے پي پي) د روسيه د پارلمان سينئر غړي او د لبرل ډيمو كرېټك پارټي آف رشيا مشر ليونيد سلوټسكي تور لګولے دے چې د ناټو سېكرټري جنرل مارك روټے په يوكرېن كښې د تنظيم ممكنه مداخلت جائز ګرځولو لپاره بهانې ګوري ۔ د تاس تر مخه هغه په ټېلې ګرام بيان كښې ووئېل مارك روټے په دې وئبېلو اولس ګمراه كوي چې كه روسيه د كومې ممكنه لوظ نامې خلاف ورزي وكړي نو اروپائي ائتلاف به يوكرېن كښې پوځ تعينات كولو لپاره چمتو وي۔ دا بيانات په اصل كښې په يوكرېن كښې د ناټو مداخلت ته جواز وركولو لپاره هڅه ده ۔ هغه ووئېل داسې اقدامات د روسيه خلاف منصوبې په نوي ډول د وړاندې كولو مترادف ده د كومو مقصد چې زمونږ د سرحد سره د دښمن ځايونه برقرار ساتل دي۔ د ډوما د نړيوالو چارو د كمېټۍ چيئرمېن ياد ګېرنه وكړه چې روسيه څو وارې خبردارے وركړے چې په يوكرېن كښې د ناټو د ډلو تعيناتي د قبلولو وړ نه ده۔ ٬ داسې ټولې ډلې به د خاص پوځي آپرېشن په مهال د روسيه پوځ لپاره جائز اهداف ګڼلې شي۔ هغه زور راوړو چې په يوكرېن كښې مداخلت د امن منصوبې ودې په ځائے شخړه لا اوږدول دي او د دې دائره د پراخه كولو باعث به وګرځي۔ دا اقدامات د شخړې بنيادې وجوهات نشي ختمولې

مزید خبریں