اسلام آباد۔23دسمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي كال 2025 د پاكستان ريلويز لپاره يو سنګ ميل ګرځولو سره وئېلي دي محكمه په خپل تاريخ كښې په وړومبي ځل د يو كھرب روپو د كلنه آمدن هدف سر كولو ته نزدې رسېدلې ده ، تر اوسه د 93 اربه روپو نه زياته ريونيو تر لاسه شوې او د مالي كال 2025-26 په وړومبو شپږو مياشتو كښې …
د پاكستان ريلويز په تاريخ كښې په وړومبي ځل د يو كھرب روپو د كلنه آمدن هدف سر كولو ته نزدې شوې، د روان مالي كال په وړومبو شپږو مياشتو كښې د لا 50 اربه آمدن هيله ده ، محمد حنيف عباسي

مزید خبریں
اسلام آباد۔23دسمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي كال 2025 د پاكستان ريلويز لپاره يو سنګ ميل ګرځولو سره وئېلي دي محكمه په خپل تاريخ كښې په وړومبي ځل د يو كھرب روپو د كلنه آمدن هدف سر كولو ته نزدې رسېدلې ده ، تر اوسه د 93 اربه روپو نه زياته ريونيو تر لاسه شوې او د مالي كال 2025-26 په وړومبو شپږو مياشتو كښې د لا 50 اربه روپو آمدن هيله ده ۔ د نهې په ورځ غونډې ته خطاب كښې د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئېل د ريلوے كاركردګۍ كښې ښه والے راوستو لپاره سيفټي ډيپارټمنټ په رسمي توګه په ډائريكټوريټ بدل كړے شوے د كومې په سبب چې د پیښو شرح 0.09 فيصد نه په كمېدو 0.04 فيصد پاتي شوې ده او كومه لويه پیښه رامخې ته شوې نه ده ۔ د جديد ټيكنالوجي پلو تللو سره پنډۍ كښې د هېواد وړومبے سمارټ سټيشن جوړ كړے شوے چرته چې جديد كيمرې او سكيورټي سسټم لګېدلے او تر 2026ء به نورې لويې سټيشنې هم سمارټ كولو او د ټرينونو دننه د كيمرو لګولو پرېكړه شوې ده










