صدر مملکت آصف علي زرداري په درناوي كښې د كربلا ګورنر لخوا د ماسپخين مېلمستيا

کربلا 23 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په درناوي كښې د كربلا ګورنر ډاکټر ناصيف جاسم الخطابي د نهې په ورځ د ماسپخين مېلمستيا وركړې٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې كتلوري تبادله، سېلګري او د تاريخي ځايونو د تحفظ په څېر موضوعات شامل وو۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان …

کربلا 23 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په درناوي كښې د كربلا ګورنر ډاکټر ناصيف جاسم الخطابي د نهې په ورځ د ماسپخين مېلمستيا وركړې٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې كتلوري تبادله، سېلګري او د تاريخي ځايونو د تحفظ په څېر موضوعات شامل وو۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د تود هركلي مننې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پرله پسې مرستې په اهميت زور راوړو ۔ صدر آصف علي زرداري ووئېل په داسې ښار كښې موجودګي زما لپاره د لوي اعزاز خبره ده كوم چې د اسلام د يو څو مقدس ځايونو كوربه دے۔ د صدر آصف علي زرداري د عراق دا دوره په منطقه كښې سفارتي، كلتوري او د اولسي روابطو مضبوطيا لپاره د پراخه هڅو برخه ده٬ صدر مملكت سره سينيټرز شيري رحمان، سليم مانډوي والا، د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان، د سندھ سينئر وزير شرجيل انعام ميمن،صوبائي وزير ناصر حسين شاه سره سره په عراق كښې د پاكستان سفي هم ملګري وو