ميزائل پروګرام د قامي خودمختارۍ ساتنې لپاره دے ، په دې حقله به خبرو اترو ته نه كېښنو ، ايران

تهران ۔23دسمبر (اے پي پي) ايران وئېلي دي زمونږ ميزائل پروګرام د هېواد خودمختارۍ ساتنې لپاره دے او په دې په هيڅ هم خبرې نشي كېدې ۔ د چين خبر رسنې ادارې شنهوا تر مخه دا خبره د ايران خارجه وزارتِ وياند اسماعيل بقائي پريس كانفرنس كښې د اسرائيل او امريكي ميډيا رپورټس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه ۔ په دغه راپورونو كښې ادعا شوې وه …

تهران ۔23دسمبر (اے پي پي) ايران وئېلي دي زمونږ ميزائل پروګرام د هېواد خودمختارۍ ساتنې لپاره دے او په دې په هيڅ هم خبرې نشي كېدې ۔ د چين خبر رسنې ادارې شنهوا تر مخه دا خبره د ايران خارجه وزارتِ وياند اسماعيل بقائي پريس كانفرنس كښې د اسرائيل او امريكي ميډيا رپورټس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه ۔ په دغه راپورونو كښې ادعا شوې وه چې د ايران په ميزائل پروګرام فشار راوړولو لپاره د اسرائيل د اړخه د ممكنه نوې پوځي كارروائۍ خبرې رامخې ته كېږي ۔ اسماعيل بقائي ووئېل د ايران دفاعي صلاحيتونه د ممكنه يرغل مخ نيوي لپاره دي او په دې هيڅ ډول سودا بازي يا خبرې نشي كېدې ۔ د هغه وېنا وه دا پروګرام د ايران د قامي سلامتيا لازمي برخه دے۔ هغه ووئېل د ايران ميزائل پروګرام ته اوسنۍ د مېډيا پام لرنه په اصل كښې د اسرائيل د اړخه د امريكې او ځېن مخالفې ميډيا ادارو په مرسته د ايران خلاف د روان “هائبرډ وارفيئر” برخه ده۔

مزید خبریں