د انټرنيټ سپيډ او رسنه به زياتوٶ، هېواد كښې به ډېر زر فائيو جي ټيكنالوجي معارفي كړې شي۔ د آئي ټي وفاقي وزيره

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي ) د سپيكټرم آكشن كميټۍ سفارشات منظوري وركړې ده، ډيجيټل پاكستان پروګرام مخ په وړاندې بيايو، د انټرنيټ سپيډ او رسنه به زياتوٶ٬ د ټيلي كام سيكټر پشمول نورو اړوندو ډلو سره مشاورت به باوري كوٶ٬ هڅه ده چې د فرورۍ تر وړومبۍ اوونۍ …

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي ) د سپيكټرم آكشن كميټۍ سفارشات منظوري وركړې ده، ډيجيټل پاكستان پروګرام مخ په وړاندې بيايو، د انټرنيټ سپيډ او رسنه به زياتوٶ٬ د ټيلي كام سيكټر پشمول نورو اړوندو ډلو سره مشاورت به باوري كوٶ٬ هڅه ده چې د فرورۍ تر وړومبۍ اوونۍ د 600 ميګا هرټز سپيكټرم نيلامي بشپړه كړو، پاكستان كښې به فائيو جي ټيكنالوجي معارفي كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د خزانې وزير محمد اورنګزيب سره د اي سي سي غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔شزا فاطمه خواجه ووئيل دا به اوس وفاقي كابينې ته وړاندې كوٶ٬ مونږ هڅه كوٶ چې د جنورۍ په پائې او د فرورۍ په وړومبۍ اوونۍ كښې د سپيكټرم آكشن بشپړ كړو، پاكستان كښې انټرنيټ سروسز د نړيوال معيار له مخئ نه دي، د دې بنيادي سبب د سپيكټرم د موجودګۍ نشتوالے دے٬ دا مهال د پاكستان 24 كروړ آبادي د 274 ميګاهرټز په سپيكټرم آپريټ كېږي ٬ د دې بهترۍ لپاره د سپيكټرم آكشن كوٶ، دې ووئېل زمونږ هڅه ده چې د 600 ميګا هرټز سپيكټرم آكشن وكړو٬ دا د ماضي د ټولو نه لويې سپيكټرم آكشن دے، دې سره به تھري او فور جي سروسز بهتر شي او فائيو جي سروس به هم معارفي شي۔ دې ووئيل پي ټي اے به باوري كوي چې په راتلونكو څلورو يا شپږو مياشتو كښې د فائيو جي ټول عمل بشپړ شي، د راتلونكو څلورو نه تر شپږو مياشتو كښې به د سروسز معيار ښه شي، فائيو جي به ډېر زر پاكستان كښې معارفي شي۔ دې ووئيل د ټول ډيجيټلائزيشن بنياد انټرنيټ دے، تر راتلونكو پنځو كالو به 100 اېم بي پي اېس كنكټيويټي وكړې شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل دا مهال پاكستان كښې پنځه فيصده فائبرائزيشن دے، دا به زياتوٶ دغسې چې د انټرېنټ سپيډ بهتر كړے شي۔