د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكارۍ لپاره د کابينه کميټۍ غونډه د نهې په ورځ شوې٬ چې پكښې د نجکاري کميشن او د نجكارۍ وزارت كمېټۍ ته په پاکستان كښې د نجکارۍ عمل په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د نجکاري کميشن او د نجكارۍ …

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكارۍ لپاره د کابينه کميټۍ غونډه د نهې په ورځ شوې٬ چې پكښې د نجکاري کميشن او د نجكارۍ وزارت كمېټۍ ته په پاکستان كښې د نجکارۍ عمل په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د نجکاري کميشن او د نجكارۍ وزارت كمېټۍ ته په پاکستان كښې د نجکارۍ عمل په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو٬ د کميټۍ د نجکاري کميشن لخوا د اختيار كړو ټولو پړاٶنو تفيصلي جاج واخستو سره د سفارشات په غور سره مطالعه وكړه او په دې خبره يې زور راوړو چې د حکومت لخوا وضع كړې پاليسۍ، قوانين او په طريقه کار دې په سختۍ سره عمل وكړے شي او د نجکاري په عمل كښې دې غوره نړيوال طريقه كار خپل كړے شي۔ نائب وزيراعظم امر وكړو چې د نجکارۍ په اړه ټوله وركړه راكړه دې د قانون له مخې ترسره كړې شي ٬ په دې عمل كښې شاملو ټولو شراكتدارو ته يو برابر موقعې وركړې شي او د دوي ډاډګيرنه دې وكړې شي۔ په غونډه كښې د خزانې٬ توان او تجارت وزيرانو نه علاوه د وزيراعطم نجكارۍ لپاره سلاحكارو، د صنعت او پيداوار سلاحكار او د خزانې خاص سلاحكار ګډون وكړو۔ په دې موقع كابينه لپاره وفاقي سيکرټريز٬ د نجكارۍ، منصوبه بندۍ، تجارت، دفاع، قانون او د توان پشمول د کميشن چاوراكي هم موجود وو