اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كرك ګرګرۍ تهاڼې په حدود كښې په ډزو د پنځو پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده شهيد پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمژنو كورنيو سره د همدردۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ محسن نقوي ووئيل پوليس اهلكارو د وظيفې په …
وفاقي وزير محسن نقوي په كرك كښې د پوليس په ګاډي د ډزو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كرك ګرګرۍ تهاڼې په حدود كښې په ډزو د پنځو پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده شهيد پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمژنو كورنيو سره د همدردۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ محسن نقوي ووئيل پوليس اهلكارو د وظيفې په مهال د ځانونو په قربانولو عظيم مثال جور كړو ٬ په امنيت مامور اهلكارو باندې بريد د درنده صفت عناصرو ښكاره بربريت دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي او رياست به د دغسې بزدلانه كاروائيو په بشپړ طاقت سره ځواب وركوي










