صدر مملکت آصف علي زرداري په نجف كښې د حضرت علي رضي الّله عنه په روضه مبارکه حاضري وركړه

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د عراق خپلې دورې په مهال په نجف كښې د حضرت علي رضي الّله عنه په روضهٔ مبارکه حاضري وركړې ده ٬ په دې موقع صدر مملكت فاتحه خواني وكړه او د اسلامي نړۍ امن٬ وحدت او همغږۍ لپاره يې دعا وكړه۔ د نهې په ورځ د ايوانِ صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر …

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د عراق خپلې دورې په مهال په نجف كښې د حضرت علي رضي الّله عنه په روضهٔ مبارکه حاضري وركړې ده ٬ په دې موقع صدر مملكت فاتحه خواني وكړه او د اسلامي نړۍ امن٬ وحدت او همغږۍ لپاره يې دعا وكړه۔ د نهې په ورځ د ايوانِ صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په مسجد کوفه كښې نوافل ادا کړل او حضرت علي رضي الله عنه سره منسوب د كور زيارت يې هم وكړو۔ ‎صدر مملکت په نجف او کوفه كښې د اسلامي نړۍ امن٬ وحدت او همغږۍ لپاره دعا وكړه۔ صدر مملکت د منتظمينو او مبلغينو سره هم ملاقاتونه وكړل ٬ په دې ملاقاتونو كښې د نجف ګورنر او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو