وزيراعظم كرك كښې په پوليس ګاډي د ډزو غندنه وكړه

اسلام آباد۔ 23 دشمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ضلع كرك كښې د پوليس په ګاډي د ډزو غندنې كولو سره پېښه كښې د 5 پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورح د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم په بريد كښې شهيدو شوو پوليس اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د كورنيو …

اسلام آباد۔ 23 دشمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ضلع كرك كښې د پوليس په ګاډي د ډزو غندنې كولو سره پېښه كښې د 5 پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورح د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم په بريد كښې شهيدو شوو پوليس اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د كورنيو سره د زړه نه خوا خوږي او د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ ده ووئېل ټول قام شهيدانو ته سلام كوي ۔ وزيراعظم ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې پوليس عمر له د هر اول ډلې كردار تر سره كړو ۔ هغه هېواد څخه د ترهه ګرۍ د بشپړه خاتمې د عزم هم پخلے وكړو