اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) نامتو امرېكنې ورځپاڼې واشنګټن ټائمز 2025 د پاك امريېكا اړيكو كښې د انقلابي بدلون او پرېكند پراؤ كال ګرځولو سره وئېلي دي د واشنګټن د سوئېلې اسيا په پاليسۍ كښې غېر معمولي بدلون راغلے دے ٬ د هند فرسټ دور عملا ختم او پاكستان ته واضحه فوقيت تر لاسه شوے دے۔ د كشمير مېډيا تر مخه ورځپاڼې پخپل راپور كښې وئېلې دي د …
د مئي جنګ نه پس د امرېكې هند د ړيكو وړومبے پړاؤ ختم ٬ پاكستان ته فوقيت تر لاسه شو ٬ واشنګټن ټائمز

مزید خبریں
اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) نامتو امرېكنې ورځپاڼې واشنګټن ټائمز 2025 د پاك امريېكا اړيكو كښې د انقلابي بدلون او پرېكند پراؤ كال ګرځولو سره وئېلي دي د واشنګټن د سوئېلې اسيا په پاليسۍ كښې غېر معمولي بدلون راغلے دے ٬ د هند فرسټ دور عملا ختم او پاكستان ته واضحه فوقيت تر لاسه شوے دے۔ د كشمير مېډيا تر مخه ورځپاڼې پخپل راپور كښې وئېلې دي د امرېكې صدر ډوزنلډ ټرمپ په سپينه ماڼې كښې د انډيا فرسټ پاليسي ختمولو سره پاكستان ته خپل پام ګرځولے دے ۔ د دې لويې بدلو بنيادي سبب به مئ كښې كېدونكې د پاك هند جنګ بندي ده چې پكښې پاكستان ته لويه بريا تر لاسه شوه۔ دې پیښې د امرېكې پاليسۍ رح بدل كړو او په منطقې لپاره اسټرېټجك نقشه بيا ترتيب كړې شوه ۔ د واشنګټن پوسټ تر مخه په آرټيكل كښې د فيلډ مارشل سيد عاسم منير او د امرېكې صدر د اړيكو تقصيلي جاج اغستلے شوے ۔ ورځپاڼه ليكې پاكستان اوس د امرېكې شراكت دار هېواد جوړ شوے دے۔ د صدر ټرمپ د سوئېلې آسيا په پاليسي كښې پاكستان ته د مركزي ستن خېثيت تر لاسه شوے دے










