وزيراعظم شهباز شريف پاور ډويژن ته د برېښنا ويلنګ چارجز مناسب كچې ته راوستلو لپاره شراكتدارو سره په مشاورت د سفارشات وړاندې كولو امر

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پاور ډويژن ته د برېښنا ويلنګ چارجز مناسب كچې ته راوستلو لپاره شراكتدارو سره په مشاورت د سفارشات وړاندې كولو امر كولو سره وئيلي دي حکومت د برېښنا د ترسيل نظام ښه كولو پلو ټول پام ګرځولے دے٬ صنعتونو ته په سيمه ايزه مسابقتي بيعه برېښنا وركولو لپاره هڅې كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده معاشي پرمختګ لپاره د …

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پاور ډويژن ته د برېښنا ويلنګ چارجز مناسب كچې ته راوستلو لپاره شراكتدارو سره په مشاورت د سفارشات وړاندې كولو امر كولو سره وئيلي دي حکومت د برېښنا د ترسيل نظام ښه كولو پلو ټول پام ګرځولے دے٬ صنعتونو ته په سيمه ايزه مسابقتي بيعه برېښنا وركولو لپاره هڅې كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده معاشي پرمختګ لپاره د توان په اړه جوړې كړې د نجي څانګې وركنګ ګروپ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه كومه چې د ګل په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ په غونډه كښې وزيراعظم ته معاشي پرمختګ لپاره د توان په څانګه كښې د اصلاحات په اړه سفارشات وړاندې كړے شول۔ وزيراعظم شهباز شريف پاور ډويژن ته د برېښنا ويلنګ چارجز مناسب كچې ته راوستلو لپاره شراكتدارو سره په مشاورت د سفارشات وړاندې كولو امر وكړو ۔ ده ووئيل نورو څانګو كښې جوړو كړو ورکنګ ګروپس د سفارشات بشپړېدو نه وروستو به د معيشت د پرمختګ قامي پروګرام ترتيبولې شي، د بجلۍ ترسيل نظام ښه كولو ته حکومت خپل ټول پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل حکومت بشپړه هڅه كوي صنعتونو ته په سيمي ايزه مسابقتي بيعه بجلي وركړې شي۔ وزيراعظم د شهزاد سليم په مشرۍ كښې نجي څانګې سره مشاورت لپاره د جوړې توان كمېتۍ د محنت او هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ په غونډه كښې ټيرف سټرکچر، د بجلي ترسيل په حواله د ستونزو٬ په مناسب بيعه او د بجلۍ څانګې په اړه په نورو چارو سفارشات وړاندې كړے شول۔ په غونډه كښې د بجلۍ ټرانسميشن او وولټيج نظام د باور وړ جوړولو په اړه هم سفارشات وړاندې كړے شول۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اوېس لغاري ٬ مصدق ملك، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، سردار اويس احمد خان لغاري، علي پرويز ملك، د خزانې او رېلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو سركاري چارواكو ګډون كولو