كېف۔22 دسمبر (اے پي پي)د يوكرېن صدر ولاديمير زېلنسكي وئېلي دي د يوكرېن او امرېكې تر مينځه د مشاورت په نوي پراؤ كښې رغنده پېشرفت شوے دے ۔ د سي جي ټي اين تر مخه ولاديمير زلنسكي په سوشل مېډيا خپل پوسټ كښې انكشاف وكړو چې د يوكرېن ډله د امرېكې په فلوريډا ايالت كښې موجود ده ٬ كومه چې د روسيه او يوكرېن شخړې خاتمې له ٬ يوكرېن كښې …
امرېكې سره د مشاورت په نوي پړاؤ كښې رغنده پېشرفت شوے دے٬ د يوكرېن صدر

مزید خبریں
كېف۔22 دسمبر (اے پي پي)د يوكرېن صدر ولاديمير زېلنسكي وئېلي دي د يوكرېن او امرېكې تر مينځه د مشاورت په نوي پراؤ كښې رغنده پېشرفت شوے دے ۔ د سي جي ټي اين تر مخه ولاديمير زلنسكي په سوشل مېډيا خپل پوسټ كښې انكشاف وكړو چې د يوكرېن ډله د امرېكې په فلوريډا ايالت كښې موجود ده ٬ كومه چې د روسيه او يوكرېن شخړې خاتمې له ٬ يوكرېن كښې د سلامتيا ضمانتونو او د جنګ نه پس د بيا رغونې په اړه د دستاوېزات د شقونو جاج اخلي او د فېصلې نفاذ له په ټائم فرېم خبرې اترې كوي۔ هغه ووئېل په مشاورت كښې تعميري پېشرفت شوے دے ٬ د كوم نتيجې چې امن عمل او د يوكرېن د اوږد مهاله استحكام لپاره مهمې دي۔واضحه دې وي د امرېكې صدر خاص استازي سټيووټكوف ووئېل په تېرو ورځو كښې د روسيه صدر خاص استازي كرل دمتروف په فلوريډا كښې د امرېكې پلاوي سره ګټور ملاقاتونه كړي دغسې چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا وړاندې كړې يوكرېن امن منصوبه مخ په وړاندې بوتللې شي۔ روس په يوكرېن كښې د امن لپاره عزم لري










