روس ، ماسکو كښې بمي چاودنه كښې لیفټیننټ جنرل فانیل سروارووف مړ شو

ماسکو ۔22دسمبر (اے پي پي) د روس يايه تخت ماسکو په جنوبي سيمه كښې د ګل په ورځ سهار بمي چاودنه كښې د وسله والو ځواكونو د جنرل سټاف آپریشنل ټریننګ ډائریکټوریټ مشر لیفټیننټ جنرل فانیل سَروارووف مړ شو ۔ تاس د روسیه تحقیقاتي کمیټۍ وياند سویتلانا پیترینکو تر مخه ووئېل د 22 دسمبر په سهار په یاسینیوایا سټریټ د يو موټر لاندې به ځائے كړے شوي بم چاودنې څخه …

ماسکو ۔22دسمبر (اے پي پي) د روس يايه تخت ماسکو په جنوبي سيمه كښې د ګل په ورځ سهار بمي چاودنه كښې د وسله والو ځواكونو د جنرل سټاف آپریشنل ټریننګ ډائریکټوریټ مشر لیفټیننټ جنرل فانیل سَروارووف مړ شو ۔ تاس د روسیه تحقیقاتي کمیټۍ وياند سویتلانا پیترینکو تر مخه ووئېل د 22 دسمبر په سهار په یاسینیوایا سټریټ د يو موټر لاندې به ځائے كړے شوي بم چاودنې څخه لیفټیننټ جنرل فانیل سَروارووف اول ژوبل او بيا د زخمونو په تاب نه راوړولو مړه شو ۔د وياند وېنا ده چې د ماسكو مرکزي تحقیقاتي ډائریکټوریٹ د پیښې فوجداري مقدمه درج کړې ده چې پكښې د روسيه د فوجداري قانون دفعہ 105 ( په سماجي توګه په خطرناک ډول د قتل)او دفعہ 222.1 (د چاودېدونكو توكو غیر قانوني قاچاق )شاملې دي ۔سویتلانا پیترینکو تر مخه پلټنې كوونكې د قتل پیښې د بېلو اړخونو جاج اخلي چې پكښې يو كور هم دے چې په کارروائۍ په شا يې د یوکرین سکیورټي ادارو لاس كېدے شي ۔لیفټیننټ جنرل فانیل سَروارووف په 11 مارچ 1969 د روس په پرم ریجن ښار ګریمیچنسک كښې زېږېدلے ؤ د پوځي کیریئر په مهال هغه په ګنو مهمو کمانډ عهدو پاتي ؤ ۔ د 2015 نه تر 2016 هغه سوريه كښې د كاروائيو منصوبه بندۍ او نفاذ په اړه ذمه وارۍ تر سره كړې او په 2016 كښې هغه د جنرل سټاف د آپریشنل ټرینګ ډائریکټوریټ مشر مقرر کړے شو ۔ هغه له د خدمات په اعتراف آرډر آف کریج، سووروف میډل او آرډر آف میرټ ټو دي فادرلینډ (فرسټ او سیکنډ کلاس) هم وركړے شوے ؤ

مزید خبریں