سيد يوسف رضا ګيلاني د مشر خبريال جمشيد خان د پلار په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د مشر خبريال جمشيد خان د پلار په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د ارواښاد په حق رسېدل غمجنې كورنۍ لپاره يو نه ترسره كېدونكے زيان وګرځولو۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ووئيل مور پلار د پاك پروردګار عظيم نعمت او د …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د مشر خبريال جمشيد خان د پلار په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د ارواښاد په حق رسېدل غمجنې كورنۍ لپاره يو نه ترسره كېدونكے زيان وګرځولو۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ووئيل مور پلار د پاك پروردګار عظيم نعمت او د ژوند تر ټول قيمتي سرمايه وي۔ ده ووئيل په اسلام كښې د مور پلار احترام ٬ خذمت او د هغوي مقام او مربته لوے اهميت لري۔ د هغوي د جدائي غم په ټكو كښې بيانېدې نه شي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ازمائش په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔