بغداد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د عراق صدر عبداللطیف جمال راشد سره ملاقات وكړو۔ صدارتي محل ته د رسېدو په مهال د صدر پاكستان په درناوي كښې د استقباليې دستوره وشوه او هغه ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صدر آصف علي زرداري او د عراقي صدر ترمينځه يو …
د صدر آصف علی زرداری د عراق صدر عبداللطیف جمال راشد سره ملاقات ٬ په دوه اړخيزه اړيكو ٬ همكارۍ ٬ سيمه ايز صورتحال او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
بغداد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د عراق صدر عبداللطیف جمال راشد سره ملاقات وكړو۔ صدارتي محل ته د رسېدو په مهال د صدر پاكستان په درناوي كښې د استقباليې دستوره وشوه او هغه ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صدر آصف علي زرداري او د عراقي صدر ترمينځه يو په يو ملاقات وشو۔ د دواړو هېوادونو د پلاويو په كچه مذاكراتو كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ همكارۍ ٬ سيمه ايز صورتحال او مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ صدر مملکت په تود هركلي او په زړه پورې مېلمستيا د صدر عبد اللطيف جمال راشد مننه كولو سره وويل چې بغداد د تهذيب ٬ تمدن او استقامت علامت لرونكے يو تاريخي ښار دے۔ ده په عراق كښې د پارليماني ټاكنو كاميابۍ سره په كولو عراقي مشرتابه او اولس له مباركي وركړه او د نوي حكومت تشكيل لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د عراق خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او قومي يووالي لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكي ملاتړ پخلے هم وكړو۔










