اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري پاکستان انډر 19 كركټ لوبډلې له د ایشیا کپ په ګټلو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د هند په ضد فائنل مېچ كښې په زړه پورې بريا د ځوانانو لوبغاړو د خوارۍ ٬ نظم وضبط او عزم ثبوت دے۔ د اتوار په ورځ د ايون صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري …
د صدر آصف علي زرداري انډر 19 كركټ لوبډلې له د ایشیا کپ په ګټلو مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري پاکستان انډر 19 كركټ لوبډلې له د ایشیا کپ په ګټلو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د هند په ضد فائنل مېچ كښې په زړه پورې بريا د ځوانانو لوبغاړو د خوارۍ ٬ نظم وضبط او عزم ثبوت دے۔ د اتوار په ورځ د ايون صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د انډر 19 لوبډلې كاميابۍ ټول قام خوشحاله كړې دې۔ صدرِ مملکت د كپتان ٬ لوبغاړو او كركټ بورډ اجتماعي كاركردګي ستائلو سره ووئيل چې د ځوانانو دا بريا راتلونكو نړيوالو مبارزو لپاره د اميد څرك دے۔ صدر مملكت پاكستان كركټ بورډ ته د ځوان ټېلنټ سرپرستۍ كولو مباركي وركولو سره وويل چې د پي سي بي د چيئرمېن محسن نقوي او د كوچنګ عملې هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د قوم دعاګانې او ملاتړ ځوانانو لوبغاړو سره دے۔










