د وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري د لاهور ايئرپورټ دوره ٬ د اميګريشن عمل جاج يۍ واغست

لاهور۔21دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري د علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ دوره وكړه چرته چې هغوي بهرنيو هېوادونو ته د تلونكو مسافرو د امېګرېشن عمل تفصيلي جاج واغست۔ وزيرانو په امېګرېشن کاؤنټرز د عملې د كاركردګۍ مشاهده وكړه او مسافرو سره يۍ خبرې وكړې۔ په دې مهال دوئي په غوره كاركردګۍ د اېف آئي اے اهلكارو ته شاباشې وركړو او د …

لاهور۔21دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري د علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ دوره وكړه چرته چې هغوي بهرنيو هېوادونو ته د تلونكو مسافرو د امېګرېشن عمل تفصيلي جاج واغست۔ وزيرانو په امېګرېشن کاؤنټرز د عملې د كاركردګۍ مشاهده وكړه او مسافرو سره يۍ خبرې وكړې۔ په دې مهال دوئي په غوره كاركردګۍ د اېف آئي اے اهلكارو ته شاباشې وركړو او د هغوي ډاډګيرنه يۍ وكړه۔ د دورې په مهال يو مسافر په چېكنګ كښې د تاخير له امله د بورډنګ بندېدو شكايت وكړو۔ په دې داخله وزير اړوندو چارواكو ته كوېت ته د تلونكي مسافر د بورډنګ كولو احكامات جاري كړل۔ په دې موقع محسن نقوي ووئيل د پاكستان عزت او د مسافرو سهولت مونږ ته له هر څه زيات ګران دے٬ كوم هم مسافر به له جواز پرته ايسارولے نه شي۔ ده په ډاګه كړه چې پېشه ور سوالګرو يا نيمګړې دستاوېزات لرونكو ته به د بهر تلو اجازه وركولې نه شي۔ ده ووئيل د پاكستان د بدنامولو هڅه كوؤنكو ځاې جېل دے۔ ده د امېګرېشن نظام لا مؤثر ٬ شفاف او مسافرو لپاره د آسان جوړولو هدايت وكړو۔ په دې موقعه د اېف آئي اے لاهور ريجنل ډائرېکټر علی ضیاء او د ايئرپورټ ډپټي ډائرېكټر اوېس هم موجود ؤ۔(