غير قانوني افغان دراندازي منطقې او نړيوالې سلامتيا لپاره سنګينه خطره ده

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د افغان طالبان په سرپرستۍ كښې د فعاله ترھګر نېټ وركس پولې پورې غاړه څخه نقل وحركت د منطقې هېوادونو داخلي سلامتا لپاره يوه سنګينه او مخ په زياتېدونكې خطره جوړه شوې ده۔ نړيواله ورورولي اوس افغان خاورې څخه د خپرېدونكې ترهګرۍ په ضد د اقداماتو په كولو مجبوره شوې ده۔ ايراني جريدې ايران انټرنېشنل په خپل رپورټ كښې د افغان وګړو غېر …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د افغان طالبان په سرپرستۍ كښې د فعاله ترھګر نېټ وركس پولې پورې غاړه څخه نقل وحركت د منطقې هېوادونو داخلي سلامتا لپاره يوه سنګينه او مخ په زياتېدونكې خطره جوړه شوې ده۔ نړيواله ورورولي اوس افغان خاورې څخه د خپرېدونكې ترهګرۍ په ضد د اقداماتو په كولو مجبوره شوې ده۔ ايراني جريدې ايران انټرنېشنل په خپل رپورټ كښې د افغان وګړو غېر قانوني پولييزې دراندازۍ په اړه مهم انكشافات كړي دي۔ د رپورټ له مخې يو شمېر افغان وګړي ايران ته د اوړېدو هڅې په مهال په ايراني پوله مړه شول۔ د ایران انټرنېشنل له مخې د مړو شوو 15 افغان كډوالو جسدونه كوهسان او ادرسك ضلعو ته منتقل كړې شوي دي۔ بلخوا ايراني ميډيا په ايران – افغانستان پوله په مجموعي توګه د 40 كسانو د مړه كېدو او د يو شمېر نورو د بې دركه كېدو اطلاعات وركړي دي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې افغان وګړو د اسلام قلعه د لارې په غېر قانوني توګه ايران ته د اوړېدو هڅه كوله۔ د ايراني چارواكو وېنا ده چې د روان كال په مهال تر دې دمه 16 لكه څخه زيات افغان كډوال او پناه ګزين ايران څخه بې دخل كړې شوي دي۔ ایرانی چارواكو دا هم انكشاف كړې چې د يو 12 ورځنۍ شخړې په مهال يو شمېر افغان وګړي اسرائيلي لپاره په جاسوسۍ كولو كښې ككړ وموندلې شوو۔ د کېسپین نیوز له مخې ايران د روان كال په مهال د 300 کلومیټر اوږد پولييز باړ لګولو پرېكره هم كړې ده۔ د تجزيه كارو له مخې په افغان خاوره كښې موجود منظم ترهګر نېټ وركس نه يوازې ګاونډي هېوادونو بلكه په ګرده نړۍ كښې هم د بې ثباتۍ سبب ګرځي۔ په دې لړ كښې پاكستان يو شمېر ځله د افغان خاوره د ترهګر نېټ وركس دراندازۍ لپاره د كارول كېدو نه رد كېدونكي شواهد نړيوال فورمز ته وړاندې كړې دي۔