د عصري بېړۍ شامليدل به د پاکستان د سمندري پولو ساتنه او سمندري امنیت نور هم پیاوړی کړي: صدر آصف علي زرداري

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري په ترکیه کښې د پاکستان د سمندري ځواک د یوې عصري جنګي بېړۍ شاملېدل د ملي سمندري دفاع لپاره یو مهم پړاو ګرځولے دے۔ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د استانبول سمندري شپ یارډ کښې په راجوړه كړې شوې يوه دستوره كښې د خاص میلمه په توګه ګډون وکړو. د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري په ترکیه کښې د پاکستان د سمندري ځواک د یوې عصري جنګي بېړۍ شاملېدل د ملي سمندري دفاع لپاره یو مهم پړاو ګرځولے دے۔ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د استانبول سمندري شپ یارډ کښې په راجوړه كړې شوې يوه دستوره كښې د خاص میلمه په توګه ګډون وکړو. د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ولسمشر د پي اېن اېس خېبر په كمېشنګ د پاكستان سمندري ځواك ٬ دفاعي پوهانو او ټولو همكارنو له مباركي وركړه۔ ولسمشر آصف علي زرداري وویل چې د عصري بېړۍ شاملېدل به د پاکستان د سمندري پولو ساتنه او سمندري امنیت نور هم پیاوړی کړي۔ د پاکستان او ترکیې ترمنځ دفاعي همکاري د متقابل باور او اوږدمهاله ورورلۍ اړیکو څرګندونه ده۔ ولسمشر په دفاعي صنعت کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا د لا پراخولو لپاره خپل لوظ تكرار كړو۔ ولسمشر آصف علي زرداري وویل چې د سمندري ځواک قوت كښې زیاتوالی د پاکستان د اقتصاد، سوداګرۍ او د سمندري لارو د امنیت لپاره اړین دے. د ملجم کلاس د بېړو پروژه د دواړو هیوادونو د تكنیکي تخصص او ګډ وژن یو كامياب مثال دے۔