اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر وئيلي دي چې پاكستان ته په پېښو داخلي او خارجي چيلنجونو قابو موندلو له قومي٬ فكري يووالې او علمي قوت اړين دے۔ هغه په 10 دسمبر 2025 اسلام آباد كښې علماﺀ ومشائخ كنفرنس ته خطاب كولو په كوم كښې چې ګرد هېواد څخه د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو او مشائخو ګډون …
پاكستان په پيښو داخلي او خارجي چيلنجونو قابو موندلو له قومي ٬ فكري يووالې او د علم قوت ته اړتيا لري: د فیلډ مارشل سید عاصم منیرعلماء و مشائخ کنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر وئيلي دي چې پاكستان ته په پېښو داخلي او خارجي چيلنجونو قابو موندلو له قومي٬ فكري يووالې او علمي قوت اړين دے۔ هغه په 10 دسمبر 2025 اسلام آباد كښې علماﺀ ومشائخ كنفرنس ته خطاب كولو په كوم كښې چې ګرد هېواد څخه د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو او مشائخو ګډون وكړو۔ فیلډ مارشل په خپل خطاب كښې د ترهګرۍ ٬ قومي سلامتيا ٬ په نړيواله ورورولۍ كښې د پاكستان په رامخے ته كېدونكي كردار ٬ جنګي تياريانو او د علم او قلم په اهميت بشپړه خبرې وكړې۔ ده ووئيل پاك پروردګار په اسلامي هېوادونو كښې د حرمېن د حفاظت شرف پاكستان ته وركړے دے۔ ده وئيل د رياست طيبه او رياست پاكستان ترمينځه يو ژور تعلق او مماثلت موندلے شي ولې چې دواړه د كلمې په بنياد او د روژې مباركې مياشتې په مباركو ګھړو كښې جوړ شوي دي۔
فیلډ مارشل ووئيل چې په دواړو رياستونو كښې دا مماثلت ځكه دے چې پروردګار يو ته د خادم حرمېن او بل ته د محافظ حرمېن كردار ترسره كولو شرف وركول وو۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئيل چې د آپرېشن بنيان مرصوص په مهال ما د پاك پروردګار مرسته نه يوازې وليدله بلكې محسوس مې هم كړه۔ ده ووئيل چې په اسلامي رياست كښې د جهاد حكم يا فتوي له رياست پرته بل هېڅوك وركولے نه شي۔ ده د ترهګرۍ په مسئله سخت دريځ خپلولو سره ووئيل چې د افغان طالبانو په مرسته د ترهګرۍ د لارې د پاكستان بې ګناه وګړي په نخښه كولې شي۔ د ده وېنا وه چې د فتنة الخوارج كوم تشكيلونه پاكستان څخه كيږي په هغې كښې نزدې 70 فيصده وګړي افغانان دي۔ ده دا خبره په ډاګه كړه چې افغانستتان له به فتنة الخوارج او پاكستان كښې يو اغستل وي۔ فیلډ مارشل ووئيل چې كومو قومونو د خپلو اسلافو علمي او فكري ميراث او د قلم طاقت پرېښودلے دے هغه وروستو تلي دي۔ ده په علماﺀ كرامو او مشائخو زور راوړو چې هغوي د ې د علم ٬ فكر او يووالي د لارې د قوم د لارښودنې فرض ترسره كړي۔










