د صدر آصف علي زرداري عراق ته د سفر په مهال ايران سره د يووالي څرګندونه

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري عراق ته د سفر په مهال ايران سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اسلام آباد څخه بغداد ته د سفر په مهال چې څه وخت د صدر مملكت الوتكه په ايراني حدود كښې داخله شوه نو صدر مملكت ايراني مشرتابه لپاره د خېر سګالۍ پېغام ولېږلو۔ دا پېغام د ايراني …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري عراق ته د سفر په مهال ايران سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اسلام آباد څخه بغداد ته د سفر په مهال چې څه وخت د صدر مملكت الوتكه په ايراني حدود كښې داخله شوه نو صدر مملكت ايراني مشرتابه لپاره د خېر سګالۍ پېغام ولېږلو۔ دا پېغام د ايراني سپريم ليډر او ايراني صدر په نامه ولېږلے شو۔ صدر مملكت په خپل پېغام كښې په منطقه كښې ګډ احترام ٬ امن او دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو زور راوړو۔