اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي چې د خيبر پښتونخوا حكومت بنيادي مسئله د فنډز كمي نه بلكې د ناقصه حكمرانۍ او بد انتظامۍ ده۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده د صوبائي حكومت دا ادعا مسترد كړه چې د وفاق لخوا وسائلو څخه محرومه ساتلې شوو۔ ده ووئيل دا ډول تورونه د خپلو انتظامي ناكامونو څخه د …
د خيبر پښتونخوا حكومت بنيادي مسئله د فنډز كمې نه بلكې انتظامي ناكامي ده: بلال اظهر كياني

مزید خبریں
اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي چې د خيبر پښتونخوا حكومت بنيادي مسئله د فنډز كمي نه بلكې د ناقصه حكمرانۍ او بد انتظامۍ ده۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده د صوبائي حكومت دا ادعا مسترد كړه چې د وفاق لخوا وسائلو څخه محرومه ساتلې شوو۔ ده ووئيل دا ډول تورونه د خپلو انتظامي ناكامونو څخه د پام بل پلو اړولو لپاره لګولې شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت بار بار خپلې ناكامۍ په وفاقي حكومت د اچولو هڅې كوي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت پرله پسې خېبر پښتونخوا ته وسائل وركړل په كومو كښې چې د روانې مياشتې په 17 مه نېټه د فنډز منتقلي هم شامل ده۔ ده ووئيل كال 2010 څخه تر نومبر 2025 وفاقی حکومت خېبر پښتونخوا ته په مجموعي توګه 8,040 ارب روپۍ منتقل كړې په كومو كښې چې 5,867 ارب روپۍ د اېن اېف سي ايوارډ لاندې شامل دي۔ ده ووئيل په 17 دسمبر 2025 صوبائی حکومت ته د اېن اېف سي لاندې 46.44 اربه روپۍ جاري كړې شوې۔ دې سرهس ره د ترھګرۍ اضافي بوج له امله كال 2010 څخه صوبې ته يو فيصد اضافي برخه هم وركولې شي كومې چې په مجموعي توګه 705 ارب روپۍ جوړېږي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت لپاره ضروري ده چې هغه د رياست كمزورې كولو په ځاې اولس لپاره سروس ډيليوري او پرمختيائي نتيجو ته خاص پاملرنه وكړي۔










