د پي ټي آئي باني په نورو تورونه ولګول ٬ خپله كرپشن كښې ككړ پاتے شو: رانا ثنا

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د وزیرِاعظم د سياسي او اولسي چارو سلاكار سېنېټر رانا ثنا وئيلي چې د اسلام آباد خصوصي عدالت لخوا په توشه خانه ټو كېس كښې د پي ټي آئي باني ته اورولې شوې سزا په دستاوېزي شواهدو اډانه ده۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل عدالت د دې خبرې تصديق كړې چې د پي ټي آئي باني د قانون خلاف …

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د وزیرِاعظم د سياسي او اولسي چارو سلاكار سېنېټر رانا ثنا وئيلي چې د اسلام آباد خصوصي عدالت لخوا په توشه خانه ټو كېس كښې د پي ټي آئي باني ته اورولې شوې سزا په دستاوېزي شواهدو اډانه ده۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل عدالت د دې خبرې تصديق كړې چې د پي ټي آئي باني د قانون خلاف ورزي كړې۔ ده ووئيل د عدالت ننۍ پرېكړه د دې خبرې ثبوت دے چې هغه خپله ددې نوعيت په بدعنوانۍ كښې ككړ پاتے شو۔ د هغه په اولسي تقريرونو او عملي ګامونو كښې ښكاره فرق ليدلے شي۔