برسلز ۔20دسمبر(اے پی پی) د اروپائي ائتلاف (ای یو) او پاکستان ترمينځه د ګډ كمېشن 15 مه غونډه په برسلز كښې وشوه په كومه كښې چې اروپائي ائتلاف او پاكستان كښې د سياسي وضعې جاج واغستې شو او په جمهوريت ٬ طرز حكمرانۍ ٬ بشري حقونو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ٬ هجرت ٬ ماحولياتي بدلون ٬ توان او د د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې په دوه اړخيزه …
د اروپائي ائتلاف (اي يو)او پاكستان ترمينځه د ګډ كميشن 15 مه غونډه ٬ په اروپائي ائتلاف او پاكستان كښې د سياسي او معاشي وضعې جاج واغستے شو

مزید خبریں
برسلز ۔20دسمبر(اے پی پی) د اروپائي ائتلاف (ای یو) او پاکستان ترمينځه د ګډ كمېشن 15 مه غونډه په برسلز كښې وشوه په كومه كښې چې اروپائي ائتلاف او پاكستان كښې د سياسي وضعې جاج واغستې شو او په جمهوريت ٬ طرز حكمرانۍ ٬ بشري حقونو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ٬ هجرت ٬ ماحولياتي بدلون ٬ توان او د د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې په دوه اړخيزه همكارۍ او په اروپائي ائتلاف پاکستان اسټرېټجک انګېجمنټ پلان (SEP) عملدرآمد د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فريقېنو د منطقې په وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او سيمه ايز استحكام ته وده وركولو له يۍ د ګډو ګټو همكارۍ په اهميت زور راوړو۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې جمهوریت، طرزِ حکمرانی، د قانون حکمرانۍ او بشري حقونو سره د اړوندې ذېلي ډلې غونډه د دسمبر په 11مه نېټه وشوه په كومه كښې چې د پاكستاني پلاوي مشري خارجه وزارت او د اروپائي ائتلاف لخوا اروپائي اېکسټرنل اېکشن سروس (EEAS) وكړه۔ فريقېنو په دوه اړخيزه اړيكو او نړيوال فورمز كښې بشري حقونو حوالې سره د نزدې همكارۍ په حاجت زور راوړو۔ اروپائي ائتلاف پاكستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل غړي په ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ پاكستان اروپائي ائتلاف د بشري حقونو قومي اېكش پلان ٬ د كاروبار او بشري حقونو او په ګرد هېواد كښې د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره د ذمه وارو قومي ادارو په كاركردګۍ كښې شوي پشرفت څخه خبر كړو۔ اروپائي ائتلاف مېرمنو ٬ كوچنيانو ٬ اقليتونو ٬ خواري كښو او د تاركين وطن د حقونو په شمول د ټولو بشري حقونو او بنيادي آزادو كښې د پاكستان د هڅو ملاتړ كولو عزم پخلے وكړو۔ فریقین د جی اېس پی پلس (GSP+) فرېم ورک لاندې په اړين 27 نړيوال كنونشنز عملدرآمد كښې د پاكستان د پېشرفت هم جاج واغست۔ اروپائي ائتلاف د مرګ سزا نفاذ نړيوال معيار سره هم آهنګ كولو كښې د پاكستان پېشرفت خوشبين وګرځولو او په دې لړ كښې يۍ د نورو اقداماتو ډاډ ګيرنه وكړه۔ اروپائي ائتلاف د پاكستان دويم لوے تجارتي همكار دے او د پاكستان جي اېس پي پلس څخه تر ټولو زيات استفاده كوؤنكے هېواد دے۔ پاكستان ماحولياتي بدلون لپاره د اروپائي ائتلاف د پرله پسې مرستې ستائنه مكړه۔ اروپائي ائتلاف د كال 2025–2027 منصوبو خاكه وړاندې كولو سره په ګلوبل ګېټ وے حكمت عملۍ بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د ټولو شخړو په سوليز ډول او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د نړيوال قانون د خيال ساتلو په حاجت زور راوړلے شو۔ د ګډې كمېشن مضري د پاكستان د اقتصادي چارو وزارت سېكرټري همير كريم او د اروپائي اېكسټرنل اېكشن سروس اېشسيا او بحر الكاهل لنډ مهال اېم ډي پاؤلا پامپالوني وكړه۔ د راروانې غونډې په اسلام آباد كښی په كولو اتفاق وكړے شو۔










