نړيوال بنك پاكستان لپاره د 700 ملين ډالر منظوري وركړه

اسلام آباد۔20 دسمبر(اے پی پی) د نړيوال بنك بورډ آف اېګزېکټو ډائرېکټرز پاكستان لپاره د 700 ملين ډالر مالي مرستې منظوري وركړه چې مقصد يۍ معاشي استحكام او اولسي خذمات لا ښه كول دي۔ د بنك لخوا د جاري شوي بيان له مخې پی آر آئی ډی۔ اېم پی اے يو عصري قومي پروګرام دے كوم به چې په وفاقي او صوبائي كچه د اصلاحاتو معاونت كوي۔ دا پروګرام د …

اسلام آباد۔20 دسمبر(اے پی پی) د نړيوال بنك بورډ آف اېګزېکټو ډائرېکټرز پاكستان لپاره د 700 ملين ډالر مالي مرستې منظوري وركړه چې مقصد يۍ معاشي استحكام او اولسي خذمات لا ښه كول دي۔ د بنك لخوا د جاري شوي بيان له مخې پی آر آئی ډی۔ اېم پی اے يو عصري قومي پروګرام دے كوم به چې په وفاقي او صوبائي كچه د اصلاحاتو معاونت كوي۔ دا پروګرام د روانو مالي اصلاحاتو پايې ته رسولو له ترتيب كړے شوے دے۔ په مجموعي توګه د دې ایم پی اے لاندې به د 1.35 ارب ډالر مالي مرسته باوري كولې شي۔ په دې كښې 600 ملین ډالر وفاقي پروګرامونو او 100 ملين ډالر په خاص توګه د سندھ صوبائي پروګرام لپاره منظور كړې شوي دي۔ پاكستان لپاره د نړيوال بنك كنټري ډائرېكټر بولورما اماګابازار ووئيل چې په پاكستان كښې بشپړ او تلپاتي پرمختګ لپاره داخلي وسائل زياتول او په سپېځلي او مؤثره توګه د دې كارول باوري كول دي۔ په سندھ كښې دا پروګرام به صوبائي آمدن سوا كړي او د ادائيګو رفتار او د شفافيت ښه كولو او په فېصله سازۍ كښې د ډېټا كارولو ته وده وركولو كښې مرسته وكړي۔ ددې لاندې به د روغتيا مركزونو له فنډ زياتولو او سكولونو ته اضافي وسائل وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔