د كراچي ورلډ بك فيئر 2025 تر اهتمام لاندے نندارتون ٬ د مسلم كونسل آف ايلډرز 250 كتابونه وړاندې كولې شي

کراچی۔20 دسمبر(اے پی پی) د کراچی ورلډ بک فیئر 2025 تر اهتمام لاندې 2 ورځني د دسمبر 18 مې څخه تر 20 مې نېټې روان نندارون كښې د مسلم كونسل آف اېلډرز په اسلامي كلتور كښې د روادارۍ ٬ سوليز ګډ ژوند او مكالمې اقدارو رامخې ته كوؤنكي 250 څخه زيات كتابونه وړاندې كولې شي۔ بک فیئر كښې د کونسل پویلین د علم و كلتوري تبادلې يو متحرك مركز په …

کراچی۔20 دسمبر(اے پی پی) د کراچی ورلډ بک فیئر 2025 تر اهتمام لاندې 2 ورځني د دسمبر 18 مې څخه تر 20 مې نېټې روان نندارون كښې د مسلم كونسل آف اېلډرز په اسلامي كلتور كښې د روادارۍ ٬ سوليز ګډ ژوند او مكالمې اقدارو رامخې ته كوؤنكي 250 څخه زيات كتابونه وړاندې كولې شي۔ بک فیئر كښې د کونسل پویلین د علم و كلتوري تبادلې يو متحرك مركز په توګه ليدلے شي۔ چرته چې قارئین د اسلامی فکر، بین المذاهب مکالمه، د امن په ځايې كول او د كلتوري ورثې تحفظ په څير موضوعاتو د ليكلې شوو كتابونو مطالعه كولې شي۔ په دې موقع د مسلم كونسل آف اېلډرز لخوا د بېلو كلتوري فعاليتونه اهتمام هم شوے۔ کراچی ورلډ بک فیئر كښې د مسلم کونسل آف اېلډرز ګډون ددې د مشن عكاسي كوي چې مقصد يۍ مكالمې ته وده وركول ٬ خپل منځه احترام مضبوطول او د بېلو كلتورونو ترمينځه پل جوړول دي۔ قارئین، محققین او كورنيو سره د فعاله رابطې د لارې كونسل علم ته وده وركول او د خواخوږۍ او يووالي اقدار زياتولو له د خپل عزم پخلے كوي