د وزيراعلی سهيل آفريدي د ګرلز کیډټ کالج مردان د مور پلار ورځې دستوره كښې ګډون

پېښور ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفري دي د ګرلز کیډټ کالج مردان د مور پلار ورځې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو٬ ده په نصابی او غېر نصابی مقابلو كښې د غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ترمينځه مېډلې او ټرافۍ ووېشلې۔ په خپل خطاب كښې ده په خېبر ضلع كښې د ګرلز کېډټ کالج جوړولو اعلان وكړو۔ ده ګرلز کېډټ كالج …

پېښور ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفري دي د ګرلز کیډټ کالج مردان د مور پلار ورځې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو٬ ده په نصابی او غېر نصابی مقابلو كښې د غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ترمينځه مېډلې او ټرافۍ ووېشلې۔ په خپل خطاب كښې ده په خېبر ضلع كښې د ګرلز کېډټ کالج جوړولو اعلان وكړو۔ ده ګرلز کېډټ كالج مردان كښې نوې جوړېدونكې ودانۍ لپاره د فنډز اعلان هم وكړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل په ګرلز کېډټ كالج كښې ټول پاكستان څخه انجونې زده كړې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د تعليم ٬ صحت او ګورننس په شمول ټولو څانګو ته خاص پام لرنه كوي۔ ده ووئيل له سياسي استحكام پرته معاشي استحكام ممكن نه دے بياهم استاذان دې زده كوؤنكي د صوبې مالي او آئيني حقونو څخه خبرولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔