اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزارت وئيلي دي چې خيبر پښتونخوا ته جولائي 2010 څخه تر نومبر 2025 د ويش وړ محاصل څخه 5,867 اربه روپۍ منتقل كړې شوې كومې چې د وفاق لخوا د صوبې د مالي حقونو په وخت او مستقل ادائيګۍ ښكاره ثبوت دے٬ په دې موده كښې صوبه كښې امن په ځايې كولو له د ترهګرۍ په ضد د روان جنګ مد كښې 705 …
خيبر پښتونخوا ته جولائي 2010 څخه تر نومبر 2025 د ويش وړ محاصل څخه 5,867 اربه ، د ترهګرۍ په ضد د روان جنګ په مد كښې 705 اربه روپۍ منتقل كړې : د خزانې وفاقي وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزارت وئيلي دي چې خيبر پښتونخوا ته جولائي 2010 څخه تر نومبر 2025 د ويش وړ محاصل څخه 5,867 اربه روپۍ منتقل كړې شوې كومې چې د وفاق لخوا د صوبې د مالي حقونو په وخت او مستقل ادائيګۍ ښكاره ثبوت دے٬ په دې موده كښې صوبه كښې امن په ځايې كولو له د ترهګرۍ په ضد د روان جنګ مد كښې 705 اربه روپۍ اضافي ادا كړې شوې۔ د خالي په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د حكومت لخوا د اېن اېف سي او اضافي وفاقي معاونت لاندې د خېبر پښتونخوا حكومت ته په وخت او پرله پںې فنډز منتقل كول باوري كولې شي۔ دا اقدام د وفاق ددې عزم عكاسي كوي چې صوبائی پرمختګ ٬ مالي استحكام او شخړو څخه وروستو د بحالۍ عمل كښې د صوبې بشپړه مرسته وكړې شي۔ په اووم اېن اېف سي ايوارډ كښې د صوبائي د وېش وړ محاصيلو كښې د خېبر پښتونخوا برخه 14.62 فیصده مقرر كړې شوې وه۔ د وار آن ټېرر ازم په مهال په صوبه د پرېوتونكي زيات اغېز اعتراف په توګه په غېر منقسم قابل تقسيم محاصيل كښې اضافي 1 فيصده برخه په خصوصي ت وګه خېبر پښتونخوا لپاره بېله كړې شوه۔ وفاقی حکومت د صوبائی اېن اېف سی حصص ادائیګی په 15 ورځنيو بنيادونو كوي او په دې لړ كښې كوم هم بقاياجات نشته۔ په دې وروستيو كښې په 17 دسمبر 2025 د خېبر پښتونخوا حكومت ته 46.44 اربه روپۍ جاري كړې شوې كوم چې د وفاق په وخت د ادائيګۍ عزم ښكاره ثبوت دے۔ جولائی 2010 څخه تر نومبر 2025 د تېل و ګېس رائلټیز، ګېس ډوېلپمنټ سرچارج، په قدرتی ګېس د ایکسائز ډیوټی او نورو اړوندو مداتو لاندې خېبر پښتونخوا حكومت ته 482.78 اربه روپۍ منتقل كړې شوې۔ دغسې وفاقی حکومت د اېن اېف سي خپلې برخې څخه د ننوې ضم شوې ضلعو مصاريف هم پورته كوي۔ 2019 څخه تر دې دمه اېن اېم ډيز لپاره د خېبر پښتونخوا حكومت ته 704 اربه روپۍ منتقل كړې شوې۔ آئی ډی پیز لپاره 117.166 اربه روپۍ وركړې شوې۔ د صوبائي نوعيت پرمختيائي منصوبو له 115 ارب روپۍ بېل كړې شېو۔ ۔ د بینظیر انکم سپورټ پروګرام د لارې كال 2016 څخه تر كال 2025 په خېبر پښتونخوا كښې 481.433 اربه روپۍ مصرف كړې شوې۔










