د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د مارګله انكليو پراجيكټ دوره د پرمختيائي كارونو جاج يۍ واغست

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د مارګله انكليو پراجېكټ دوره وكړه او په سائټ د روانو پرمختيائي كارونو جاج يۍ واغست۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پرمختيائي كارونو رفتار به نور هم تند كړے شي٬ د منصوبې زر تر زره تر پايې رسولو له ټول ممكنه وسائل كارولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د بارانونو دلاسه په كار كښې …

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د مارګله انكليو پراجېكټ دوره وكړه او په سائټ د روانو پرمختيائي كارونو جاج يۍ واغست۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پرمختيائي كارونو رفتار به نور هم تند كړے شي٬ د منصوبې زر تر زره تر پايې رسولو له ټول ممكنه وسائل كارولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د بارانونو دلاسه په كار كښې د تاخېر ذكر كولو سره ووئيل چې ورك فورس زياتولو سره ددې ازاله كولې شي۔ په دې موقعه د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندھاوا او پراجېكټ ډائرېكټر وفاقي وزير ته د پرمختيائي كارونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د اسلام آباد ډپټي كمشنر ٬ ایډیشنل ډپټی کمشنر جنرل، د سي ډي اے غړي او نورو اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔