اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د آئي ټي خدمات برآمدات په اړه د غونډې مشري وكړه ۔ په غونډه كښې د انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وزارت لخوا ګرده نړۍ كښې د آئي ټي برآمدات ودې٬ خاطر خواه آمدن او پاکستان لپاره د زر مبادله پانګې زياتولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ د خارجه …
خارجه وزارت به د آئي ټي صنعت ودې او پرمختګ لپاره هڅې روانې ساتي۔ اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د آئي ټي خدمات برآمدات په اړه د غونډې مشري وكړه ۔ په غونډه كښې د انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وزارت لخوا ګرده نړۍ كښې د آئي ټي برآمدات ودې٬ خاطر خواه آمدن او پاکستان لپاره د زر مبادله پانګې زياتولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د غونډې په مهال نائب وزيراعظم اسحاق ډار د سباون صنعت په توګه د آئي ټي او دې سره د تړلو څانګو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل خارجه وزارت به د آئي ټي صنعت ودې او پرمختګ لپاره هڅې روانې ساتي۔ په غونډه كښې د آئي ټي او ټېلي كميونيكيشن وزيرې٬ د خارجه وزارت او د آئۍ ټي او ټېلي كام سيکريټريز، د خارجه وزارت لوړ پورو او د آئي ټي صنعت پوهانو ګډون وكړو۔










