صدر مملكت آصف علي زرداري سره ډي-اېټ لپاره نومولي شوي سيكرټري جنرل سهېل محمود وليدل

اسلام آباد دسمبر ۱۹ (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاکستان پخواني خارجه سيكرټري او د ډوېلپنګ آرګنائزېشن (ډي-ايټ) لپاره نومولي شوي سيكرټري جنرل سهیل محمود په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ صدر مملكت سهیل محمود ته د ډي اېټ په سيكرټري جنرل غوره كېدو مباركي وركړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملكت آصف …

اسلام آباد دسمبر ۱۹ (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاکستان پخواني خارجه سيكرټري او د ډوېلپنګ آرګنائزېشن (ډي-ايټ) لپاره نومولي شوي سيكرټري جنرل سهیل محمود په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ صدر مملكت سهیل محمود ته د ډي اېټ په سيكرټري جنرل غوره كېدو مباركي وركړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئیل دا پاکستان لپاره د ويياړ خبره ده چې يو تجربه كار پاكستانے سفير د ډي اېټ مشري سنبهالوي۔ صدر د دې باور څرګندونه وكړه چې د سهېل محمود تجربه او بصیرت به ډي اېټ قوي كولو كښې په راتلونكو كالونو كښې د دې افاديت لا زياتولو كښې مرستياله ثابت شي۔ سفير سهیل محمود صدر مملكت ته د خپلو نوو ذمه وارو په اړه بريفنګ وركړو او د ډي اېټ غړو هېوادنو ترمېنځه مرستې ته ودې وركولو لپاره خپل وژن وړاندې كړو۔ ده د تنظيم ھغه صلاحيت رامخې ته كړو چې تنظيم د خپل متنوع غړو ترمېنځه معاشي پرمختګ او اجتماعي پېشرفت ته وده وركولې شي۔ صدر مملكت د ډي اېټ باني غړي سره د پاكستان د پرله پسې عزم پخلے وكړو او د ډي اېټ د لسيزې روډ مېپ 2030-2020 د موثر نفاذ په اهميت يې زور رواړو۔ ده ووئیل د جوړ فرېم ورك په خاص توګه په ترجيحي څانګو چې پكښې تجارت٬ توان٬ صنعت٬ ټرانسپورټ او سېلګري شامله ده په عملي نتيجو كښې د بدلولو په ضرورت زور راوړو۔ د ډي-ایټ د ترجيحي تجارتي لوظنامو حواله وركولو سره صدر مملكت ووئیل ډي-ایټ كښې د ټيټي كچې د شريك تجارت د ھغه لوظنامې د بشپړه نفاذ په سمدستي توګه ضرورت څرګندوي۔ ده د ډي-ایټ پي ټي اے د شخړو هواري میکانیزم له مخې په پروټوکول لاسلیک د تجارتي خنډانو لرې كولو او د غړو هېوادونو ترمېنځه معاشي مرسته قوي كولو پلو يو مثبت ګام وګرځولو۔ صدر مملكت په ډي-ایټ كښې د اولسې روابطو د ودې په اهميت هم زور راوړو دغسې چې كلتوري او تاريخي اړيكې لا ژورې شي۔ ده ووئیل اداره جارتي اصلاحات د تنظيم د اوږدې مودې موثريت لپاره ضروري دي ٬ ده هيله ولرله چې سفیر سهېل محمود به ډي اېټ د عصري نړيوال معيار له مخې سمولو او د غړو هېوادونو منصفانه نمائندګي باوري كولو كښې رغنده رول ولوبوي۔ صدر مملكت سفیر سهیل محمود له په نوو ذمه وارو كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او دا باور يې څرګند كړو چې د ډي اېټ مقاصدو سره سره به پاكستان د قامي مفادات هم بشپړه تحفظ وكړي۔ په دې موقع سېنېټر شیري رحمان هم موجود وه۔