هېواد كښې په ډيجيټل رابطه كارۍ كښې د ټيلي كام بنيادي ډهانچې كمپنۍ مركزي كردار ادا كوي٬د نجي څانګې په مشرۍ كښې نمو لپاره آسانۍ وركولو لپاره عزم لرو۔د خزانې وفاقي وزير محمد اونګزيب پلاوي سره خبرې

اسلام آباد19 دسمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د نجي څانګې په مشرۍ كښې په خاص توګه د ټېكنالوجۍ سره تړون او د سرمايه كارۍ زيات متقاضي څانګو كښې نمو لپاره آسانۍ وركولو لپاره عزم لري٬په ټول هېواد كښې په ډيجيټل رابطه كارۍ كښې د ټيلي كام بنيادي ډهانچه لرونكې كمپنۍ مركزي كردار ادا كوي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ …

اسلام آباد19 دسمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د نجي څانګې په مشرۍ كښې په خاص توګه د ټېكنالوجۍ سره تړون او د سرمايه كارۍ زيات متقاضي څانګو كښې نمو لپاره آسانۍ وركولو لپاره عزم لري٬په ټول هېواد كښې په ډيجيټل رابطه كارۍ كښې د ټيلي كام بنيادي ډهانچه لرونكې كمپنۍ مركزي كردار ادا كوي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د ټيلي كميونيكېشن انفراسټركچر كمپنو(ټاور كو پاكستان)او په وينچر كيپيټل فرمز مشتمل پلاوي سره ملاقات كښې كړې۔په دې موقع په شعبه جاتي مهمو مسئلو په خاص توګه ټيكسيشن٬ د سرمايه كارۍ ماحول او د پرمختګ په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې شريك پلاوي د بيلو شراكتدارو نمائندګي كوله كومو كښې چې هغه ټيلي كام انفراسټركچر كمپنۍ شاملې وې كومې چې د موبائل نيټ ورك ټاورز جوړوي٬د دې ملكيت لري او دوي موبائل نيټ ورك آپريټرز ته په ليز وركوي٬د دې نه علاوه وينچر كيپيټل فرمز هم شامل وو كوم چې د پاكستان سټارټ اپ ايكو سسټم او پراخه كاروباري منصوبو كښې په فعاله توګه سرمايه كاري كوي۔د ملاقات په مهال ګډون كوونكو د خپل خپل كاروباري ماډلز٬آپرېشنل حركيات او رامخې ته شوو چېلنجونو په خاص توګه هغه مسئلې كومې چې فزيكل انفراسټركچر تنصيب او ريګوليټري تعميل په اړه دي٬تفصيلي جاج وړاندې كړو۔په دې غونډه كښې د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزير شزه فاطمه خواجه٬د فيډرل بورډ آف ريونيو چيئرمين٬د سكيورټيز اينډ ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان چيئرمېن٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وزارت سينئر چارواكي٬ټيلي كام انفراسټركچر كمپنو(ټاور كو پاكستان)وينچر كيپټل فرمز٬قانون او د ريګوليټري مشاورتي ادارو استازو او اړوندو سركاري ادارو پشمول د اګنائټ استازو ګډون وكړو۔