اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ايزي پيسه له د ډيجيټل بينك په توګه د يو كال په بشپړولو مباركي وركړې ده۔ دې ووئيل د وزيراعظم هدايات له مخې د ډيجيټل معيشت ودې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره كوټلې اقدامات كوٶ۔ دا خبره دې د ايزي پيسه ډيجيټل بينک د ډيجيټل بينکنګ آپريشنز …
د ايزي پيسه د ډيجيټل بينکنګ يو كال بشپړ شو ٬ په ترسيلاتِ زر كښې نوې شراكتداري۔ د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د ډيجيټل معيشت ته په ودې وركولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ايزي پيسه له د ډيجيټل بينك په توګه د يو كال په بشپړولو مباركي وركړې ده۔ دې ووئيل د وزيراعظم هدايات له مخې د ډيجيټل معيشت ودې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره كوټلې اقدامات كوٶ۔ دا خبره دې د ايزي پيسه ډيجيټل بينک د ډيجيټل بينکنګ آپريشنز د وړومبۍ سالګري په موقع دستورې كښې د خاص مېلمنې په توګه د ګډون په مهال وكړه۔وفاقي وزيرې ووئيل تند رفتار ډيجيټائزيشن نه يوازې د پاکستان مالياتي نظام جديد تقاضو سره سموي بلكې د آئي ټي په برآمدات كښې د ريکارډ اضافې په صورت د دې مېوې هم رامخې ته كوي كومې چې د هېواد معيشت د روښانه سباٶن عكاسي كوي۔ د مېلمستيا په دستوره كښې وفاقي وزيرانو، پاليسي سازو، ريګوليټرز، کاروباري مشرانو او د ميډيا استازو ګډون وكړو ۔ د يادونې وړ ده چې دا دستوره د بورډ چيئرمين عرفان وهاب خان، د اينټ انټرنيشنل صدر ډګلس فيګن او د ايزي پيسه ډيجيټل بينك صدر او چيف ايګزيکټو آفيسر جهانزيب خان په كوربتوب كښې وشوه ۔ په دې موقع د “اينټ انټرنيشنل” ورلډ فرسټ پليټ فارم سره د ايزي پيسه د شراکت دارۍ پېل كولو رسمي اعلان هم وشو۔ اعلان له مخې به دې شراكتدارۍ َ سره ېه د ايزي پيسه صارفين اوس د100 نه زياتو هېوادونو سره د سلو نه په زياتو كرنسيو كښې د پولې پورې اړخ ته ادائيګۍ كولې شي او ترسيلات زر به نېغ په نېغه د ايزي پيسه اکاؤنټس باندې تر لاسه كولې شي۔










