اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د هند لخوا د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل كول د نړيوال قوانين بيخي خلاف ورزي ده، دا اقدام د پاکستان سلامتيا، معيشت، اولسي ژوند او په سوئيلي آسياء كښې امن او استحکام لپاره سنګين خطر دے، د سندھ طاس تړون په غېر قانوني او يو اړخيزه توګه معطل كول …
د هند لخوا اوبه د وسلې په توګه استعمالول پاكستان كښې بشري بحران پېدا كولې شي۔ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار غېر ملكي سفيرانو سره د هند آبي جارحيت په اړه بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د هند لخوا د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل كول د نړيوال قوانين بيخي خلاف ورزي ده، دا اقدام د پاکستان سلامتيا، معيشت، اولسي ژوند او په سوئيلي آسياء كښې امن او استحکام لپاره سنګين خطر دے، د سندھ طاس تړون په غېر قانوني او يو اړخيزه توګه معطل كول او اوبه د وسلې په توګه استعمالول پاكستان كښې بشري بحران پېدا كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ غېر ملکي سفيرانو ته د هند آبي جارحيت په اړه بريفنګ وركولو په اړه كړې۔ نائب وزيراعظم د سفارتي کور غړو ته په وېنا كښې سږ كال په دوو موقعو كښې په چناب درياب كښې د غېر معمولي او ناڅاپي كمي زياتي او په يو اړخيزه اخراج د تشويش څرګندونه وكړه كوم چې د 30 اپرېل نه تر 21 مئي او د 7 نه تر لس دسمبر په مهال وشول۔ ده ووئيل د هند لخوا په اوبو كښې تغير نېغ په نېغه زمونږ د وګړو ژوند٬ روزګار٬ خوراك او معاشي سلامتيا لپاره خطر دے، د هند دا غېر قانوني او غېر ذمه واره عمل پاکستان كښې بشري بحران پېدا كولې شي۔ محمد اسحاق ډار سفارتي کور د دې خبرې نه خبر كړو چې هند د لوظنامې له مخئ ضروري پيشګي اطلاعات، هائيډرولوجيکل ډيټا او مشترکه نګراني هم بنده كړې ده چې په سبب يې پاکستان د سېلاب او وچ كالۍ خطرو سره مخ شوے دے۔ ده هند لخوا د نړيوال قانون په خاص توګه د ويانا کنونشن آن دي لا آف ټريټيز د آرټيکل 26 بيخي خلاف ورزي كولو سره د لوظنامې په يو اړخيزه معطلۍ رڼا اچولو سره ووئيل د هند سنګينې خلاف ورزۍ د سندھ طاس تړون په روح وار دے كوم چې سيمه ايز استحکام او د نړيوال قانون حرمت لپاره د سختو نتيجو وړ دے۔ ده ووئيل هند د لوظنامې له مخې د پېشګي اطلاع يا ډيټا شيئرنګ نه غېر اوبه پرېښودې٬ د هند لخوا په اوبو كښې ردوبدل زمونږ انډس واټر کمشنر خپل هندي همڅنګ نه په چيټۍ كښې وضاحت غوښتے دے او د لوظنامې له مخې د يو اړخيزه اقداماتونه د لرې پاتې كېدو مطالبه يې كړې ده۔ سينيټر اسحاق ډار ووئيل د سندھ طاس تړون په سوئيلي آسياء كښې د امن او استحکام مهمه ذريعه ده، د هند لخوا د لوظنامې نه بحالول او د اوبو مخ اړولو اعلان د تشويش وړ دے۔ ده واضحه كړه چې هندي اقدامات سره پاكستان سېلاب او د وچ كالۍ خطرو سره مخ دے او دا هېواد كښې د بشري بحران سبب جوړېدے شي۔ ده ووئيل هند د کشن ګنګا او رټلے ډيم په څېر د منصوبو د لارې اوبه د وسلې په توګه د استعمالولو هڅې كوي۔ نائب وزيراعظم په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي دې د سندھ طاس تړون بشپړه بحالۍ او په دې عملدرامد لپاره په سمدستي توګه او موثر كردار ولوبوي۔ ده ووئيل پاکستان د شخړو سوله ايز حل كښې خوښي لري خو پخپلو آبي حقونو به كومه سودا ونه كړي،د هند لخوا اوبه بندول يا د دې مخه اړول به جنګي اقدام تصور كېږي۔ ده ووئيل هند سږ كال په اپرېل كښې د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل كړے كوم چې د ويانا کنونشن د آرټيکل 26 خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل سږ كال په جون او اګست كښې د ثالثۍ عدالت د سندھ طاس تړون حيثيت په ځاے ساتلے كوم چې نافذ العمل او د ډلو لخوا د دې پاسداري لازم ده۔ د ملګرو ملتونو خاص طريقه كار هم په هندي اقدامات د تشويش څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان څو ځله دا معامله د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې پورته كړې او پاكستان به د اوبو په خپلو حقونو كومه سمجھوته نه كوي٬ نړيواله وروررولي دې د لوظنامې بحالۍ لپاره په سمدستي توګه كردار ادا كړي۔ محمد اسحاق ډار ووئيل د هند لخوا عدالتِي ثالثي او په نيوټرل ايکسپرټ کارروائيو كښې د ګډون نه انكار د لوظنامې د شخړو د حل طريقه كار د مينځه وړلو مترادف دے او دا خلاف ورزۍ جاري ساتل به يو خطرناك مثال جوړ كړي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د پاکستان د قامي سلامتيا کميټۍ واضحه كړې ده چې د لوظنامې له مخئ د پاكستان اوبه بندول يا د دې مخ د اړولو هڅه به “اعلانِ جنګ” ګڼلے شي۔ ده نړيوالې ورورولۍ ته غږ وكړو چې ھغوي د هند لخوا د دوه اړخيزه لوظنامې د پرله پسې خلاف ورزو نوټس واخلي او هند ته دې د نړيوال قانون او اصولو له مخې د ذمه واره رويې اختيارولو مشوره وركړي۔ خارجه وزير ووئيل د هندي قيادت لخوا جارحانه بيانونه پاكستان ته زيان رسولو لپاره اوبه د وسلې په توګه د استعمالولو د عزائمو عكاسي كوي كوم څخه چې د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل، د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل او د جنرل اسمبلي صدر هم خبر كړے شوي دي ۔ ده ووئيل پاکستان هند سره د شخړو د سولئيز حل عزم لري خو پاكستان به د خپل اولس په وجودي آبي حقونو كومه سمجموته نه كوي۔










