زده كوونكي د پاكستان روښانه سباؤن دے٬تحقيق نه بغېر علمي ميدان كښې پرمختګ ناممكن دے۔احسن اقبال

لاهور19 دسمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي زده كونكي د پاكستان روښانه سباؤن دے٬تحقيق نه غېر علمي ميدان كښې پرمختګ ناممكن دے٬د هېواد پرمختګ لپاره امن٬سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل ضرورې دے٬قرآن پاك څخه لرې كېدل د مسلمانانو د زوال اصل سبب دے ٬د روغتيا څانګې پرمختګ لپاره كوټلې اقدامات كېږي٬ميډيكل تعليم وركولو كښې د كنګ ايډورډ ميډيكل يونيورسټي …

لاهور19 دسمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي زده كونكي د پاكستان روښانه سباؤن دے٬تحقيق نه غېر علمي ميدان كښې پرمختګ ناممكن دے٬د هېواد پرمختګ لپاره امن٬سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل ضرورې دے٬قرآن پاك څخه لرې كېدل د مسلمانانو د زوال اصل سبب دے ٬د روغتيا څانګې پرمختګ لپاره كوټلې اقدامات كېږي٬ميډيكل تعليم وركولو كښې د كنګ ايډورډ ميډيكل يونيورسټي كردار نه هېرېدونكے دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ كنګ ايډورډ ميډيكل يونيورسټۍ لاهور كښې 45م كلن انټرنېشنل سائنټیفك كنفرنس 2025 پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو سره وكړه ۔په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړے رانا عبدالمنان ٬صوبائي وزير رميش سنګه اروړا٬ د فيكلټۍ غړو٬استاذانو او زده كونكو پشمول نورو ګڼ شمېر كسان موجود وو۔احسن اقبال ووئيل طبي تعليم د كومې هم ټولنې لپاره بنيادي ستن ده٬ډاكټر يوازې يو پيشه ور نه بلكې د خلقو د ځان بچ كولو انساني خذمت ګر وي٬د صحت څانګه كښې تحقيق او د تعليم وده د وخت تقاضه ده٬ ځوانان قامي اثاثه او پاكستان د زده كونكو روښانه سباؤن دے٬حكومت ځوانانو ته د تعليم په كالو ښائسته كول او د صحت څانګې ښه والي لپاره اقدامات پورته كوي۔ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان د هېواد لپاره ښه خذمات لري٬كنګ ايډورډ ميډيكل يونيورسټي د تعليم وده او د صحت په څانګه كښې ځانګړی خذمات ترسره كوي كوم چې د ستائنې وړ دي۔ د دستورې په آخر كښې احسن اقبال ګډون كوونكو له شيلډ هم وركړل او پرنسپل كنګ ايډورډ ميډيكل كالج وفاقي وزير ته سوینیئر وركړو